د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کونړ پنځو ولسوالیو کې جلب او جذب کوي ـ چارواکي


مقامات وایي داعش وسله والو په ننګرهار کې ماتې خوړلې.
مقامات وایي داعش وسله والو په ننګرهار کې ماتې خوړلې.

په افغانستان کې د داعش وسله والو د شتون او طالبانو ته د سولې کولو د وروستي مهلت ورکولو خبرداری ورکړل شوی. افغان او امریکايي مقامات وایي طالبان د سولې په غیر بله لار نه لري. بلخوا پاکستاني مقامات وایي په خپله خاوره کې يي ترهګر ځپلي او د داعش وسله والو او طالبانو په افغانستان کې اډې جوړې کړي دي.

د کنړ والي وحیدالله کلیمزي اشناتلویزیون سره په خبرو کې وویل چې په ننګرهار کې د داعش د ډلې د ځپلو وروسته، ددی ډلې وسله وال د کنړ پنځه ولسوالیو ته تښتیدلي دي او هلته يي په جلب و جزب پیل کړې. د والي په وینا د داعش وسله وال په نورګل ولسوالۍ، مزار درې، چوکۍ ولسوالۍ، دیوه ګل دره، د ماڼوګۍ ولسوالۍ د کوړنګل سیمه، چپه دره، او د وټه پورې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې فعاله دي.

ګمان کیږي چې اکثره سخت دریځه ډلې په ډیورند کرښه کې فعاله دي.
ګمان کیږي چې اکثره سخت دریځه ډلې په ډیورند کرښه کې فعاله دي.

د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د ظهور لومړنۍ سیمه ننګرهار وه، خو محلي مقامات وایي داعش ماتې خوړلې او په لرې تنګو سیمو کې ټول شوي دي. د کونړ ولایتي چارواکي وايي پنځه ولسوالۍ د داعش تر تهدید لاندې دي او وخت ناوخته له حکومتي قواوو سره جنګیږي. د کونړ امنیه قوماندان څه موده مخکې ویلي و چې تر دوه زرو ډېر داعش وسله وال په کونړ کې فعال دي. د کنړ د ولایتي شورا غړي وايي سره لدې چې په دیوه ګل دره کې د داعش د وروستي برید وروسته، سخت عملیات وشوو او په کنړ کې د داعش حضور نه تر سترګو کیږي، خو یو شمیر وسله وال یي لا هم د کنړ په ځینو لری سیمو کې د نویو وسله والو جلب او جذب کوي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن وايي په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمیر د دوه زرو کم دی او هغه بهرني جنګیالي چې په افغانستان کې موجود دي د پاکستان د اورکزیو پښتانه او دوهمه ډله یې د ازبکستان د اسلامي تحریک غړي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر سیمه ایزه رسنیو ته په تازه خبرو کې ټینګار کړې چې که پاکستان له هوښیارۍ نه کار وا نخلي په ډيرو مصیبتونو به ځان له نړۍ سره اخته کړي. د اتمر په وینا د پاکستان ګټه په دې کې ده چې له تروریزم نه لاس واخلي او له افغانستان اود نیا سره سوله وکړي.

خو تیره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف او د هغه روسي سیال سرګي لاورف په مسکو کې هوکړه وکړه چې د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره به له نژدې همکاري کوي.

د مسکو په غونډه کې وویل شوو چې د افغانستان جګړه پوځي حل نلري او د "افغانانو او د افغانانو په مشرۍ د سولې او بیا پخلاینې بهیر په افغانستان کې د سولې او ثبات یوازینۍ معقوله لاره ده".

خو د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډن کوټس د فبروري میاشتې په پیل کې د کانګرس استازو ته وویل چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په کار کې له امریکا سره له همکاریو ډډه کوي.

کوټس ویلي وو په پاکستان کې میشتې تُندلارې ډلې د خپلو خوندي پناه ځایونو څخه په هند، افغانستان او دغو هېوادونو کې د امریکا پر ګټو بریدونه کوي.

تر همدې بیانونو وروسته، د رویترز خبري اژانس د دوشنبې (فبروري۲۶) د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسمعیل په قول لیکلي چې د پاکستان اقتصادي وده به سخت زیان وویني ځکه پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړ کوونکو هیوادونو په لست کې د څار لاندې شمیرل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی مقام وایي طالبان لاهم فرصت لري چې د سولې د مذاکراتو میز ته ورشي. د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز، دا څرگندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې د ازبکستان حکومت په تاشکند کې د افغانستان د سولې او پرمختیا د درې ورځني کنفرانس جوړ شي.

میرمن ویلز ټینگار کړې چې د طالبانو ډله لا هم کولای شي د خبرو میز ته حاضره شي.

ددی راپور ویدیي بڼه دلته لیدی شئ:

داعش په کنړ کې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

XS
SM
MD
LG