د لاس رسي وړ اتصالات

پښتین: مونږ له مذاکراتو انکار نه کوو خو حکومت ملنډې وهي


منظور پښتین
منظور پښتین

د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین د خیبر پښتونخوا د حکومت لخوا د جرگې په اعلان نیوکې کړیدي او دغه یې ملنډې او غیر جدي بللې دي

د خیبر پښتونخوا حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغوي به د روانې میاشتې په ٢٦ نیټه د پښتون تحریک د مشرانو سره جرگه وکړي. په دغه اعلان کې د ځاې او د حکومت لخوا د صوبایي اسمبلۍ د غړیو نومونه لیکل شویدي.

د تحریک مشر منظور پښتین د امریکاغږ سره په مرکې کې وویل چې د حکومت لخوا په یو اړخیز ډول د جرگې د نیټې او حتی د ځاې ټاکل د جرگې توهین دی.

منظور پښتین وویل: "دوي دغه اعلان د خپلې خوا کړیدی. زمونږ سره یې هیڅ ډول تماس ندی نیولی. زمونږ نه یې حتی دا پوښتنه نه ده کړې چې تاسو په دغه ورځ مصروفه خو نه یئ. په نړۍ کې به هیچ چا مذاکرات په دی طریقه نه وي کړي. دا دوي زمونږ سپکاوې کوي او ښیي چې حکومت په خبرو کې غیر جدي دی."

منظور پښتین خپله پخوانی دریځ تکرار کړ چې هغوي د مذاکراتو نه انکار نه کوي خو وایي چې په دی لړ کې حکومت جدي نه دی.

منظور پښتین وویل: "مونږ د خبرو نه چیرته هم انکار نه دي کړی. دوي چې هر څوک وایي مونږ د هغوي سره خبرې کوو خو دا یې طریقه نه ده. دوي خو پښتانه دي نو دوي څنگه د جرگې په اصولو ناپوهه دي. د چا نه دی ځان خبر کړي چې جرگه څنگه کیږي".

د پاکستان حکومت پخوا هم د پښتون تحریک د مشرانو سره جرگې کړیدي خو د تحریک مشران وایي چې تر اوسه پورې ورسره حکومت جدي خبرې نه دي کړي.

د تحریک مشر منظور پښتین دا هم وایي چې د هغوي ټولې غوښتنې قانوني دي او د پاکستان د اساسي قانون عملي کول به د هغوي غوښتنې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG