د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان باندې د پاکستان د حکومت د بدلون اغیزې


د سیاسي چارو یو شمیر افغان کارپوهان فکر کوي پاکستان کې د حکومت بدلون به د افغانستان په اړه ددغه هیواد پر سیاست چندانې اغیز ونکړي، ځکه چې د دوی په وینا د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست تر ډیره د پوځ له خوا اداره کیږي.

د پاکستان د پارلمان غړیو د شنبې په شپه ناوخته صدراعظم عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ به د پاکستان پارلمان نوي صدراعظم وټاکل شي.

د سیاسي چارو یو شمیر افغان کارپوهان په پاکستان کې سیاسي بدلون د افغانستان په چارو بې اغیزې نه ګڼي، خو وايي، چې دا سیاسي بدلون به د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې د ډیر بدلون سبب نشي.

د سیاسي چارو یو کارپوه شهزاده مسعود وايي، د پاکستان پوځ په تیرو څه باندې څلورو لسیزو کې د افغانستان په اړه د دغه هیواد سیاست اداره کاوه او اوس هم پوځ د افغانستان په اړه د پالیسۍ د جوړولو او تعقیب مسولیت په غاړه لري.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه قاضي محمد حسن حقیار هم وايي، چې په پاکستان کې د حکومتونو بدلون تراوسه د افغانستان په اړه د دغه هیواد په پالیسۍ چندانې اغیزه ندی درلودلی.

ښاغلی حقیار وايي، چې پخواني صدراعظم عمران خان د طالبانو د حکومت سره ښه اړیکې لرلې او د هغوی ملاتړ یې کاوه.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه طارق فرهادي وايي، چې په پاکستان کې ډیر نور بدلونونه هم په لار دي، چې په یو ډول نه یو ډول پر افغانستان باندې به هم اغیز ولري.

ښاغلي فرهادي وویل: "پاکستان کې لوی بدلونونه په لار دي حتی په آی ایس آی او پوځ کې چې څو میاشتې وروسته د پوځ د مشر کاري موده پای ته رسیږي، تغیرات او تبدیلۍ په لار دي او په دې حالت کې پاکستان نور د طالبانو لپاره معیاري توب ته مجرا نلري، چې لوی بدلون همدا دی".

خو یو شمیر نور افغان کارپوهان وايي چې په پاکستان کې سیاسي بې‌ثباتۍ ممکن له افغانستان سره د دغه هیواد سوداګریزو چارو او د کډوالو د وضعیت په ګډون په ځینو مسلو اغېزه وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعات او فرهنګ د وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد رسنیو سره په خبرو کې پاکستان کې سیاسي بدلون د دغه هیواد کورنۍ مسله ګڼلې او هیله یې ښودلې چې دا بدلون به په افغانستان کومه اغیز ونلري.

عمران خان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د انتخاباتو په نتیجه کې د صدراعظم په توګه وټاکل شو او درې کاله او اته میاشتې د پاکستان د صدراعظم په توګه د کار وروسته، تیره شپه د حکومت د سیاسي مخالفانو د ائتلاف له خوا د نه باور د رایې سره مخ شو او د صدراعظمۍ څوکۍ له لاسه ورکړه.

XS
SM
MD
LG