د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ستره محکمه: د نه باور رای ګیرۍ مخه نیول او د پارلمان منحل کیدل د اساسي قانون خلاف و

د پاکستان سترې محکمې د دې هیواد د ملي اسامبلې هغه پریکړه د اساسي قانون خلاف وبلله چې د صدراعظم عمران خان د لیرې کولو لپاره سیاسي مخالفینو غوښتې وه خو د اسامبلې مشر دا رای ګیري غیر قانوني وبلله او د اسامبلې غړې یې رای ګیرۍ ته پرې نښودل.

د پاکستان سترې محکمې نن پنجشنبه اپریل ۷ (وري ۱۸) نن د ملي اسامبلې د پریکړې د اساسي قانون خلاف بللو تر څنګ حکم صادر کړی چې پارلمان باید د همدې روانې اپریل د میاشتې په ۹مه نیټه د نه باور د رای ګیرۍ لپاره غونډه دایره کړي.

په پاکستان کې مطبوعاتو هم ویلي چې ټاکل شوې د نه باور رای ګیري د اپریل د میاشتې په ۹ مې وشي او دا پریکړه به وشي چې آیا عمران خان په واک کې پاتې کیدی شي که نه.

ټاکل شوې وه چې د ملي اسامبلې ۳۴۲ غړي یکشنبه اپریل۳ (وري۱۴) د سیاسي مخالفینو په غوښتنې د واک څخه د عمران خان د لیرې کولو لپاره د نه باور په رای ګیرۍ کې برخه واخلي.

خو د رای ګیرۍ څخه وړاندې د پاکستان د قانون وزیر فواد حسین د پارلمان د سرپرست مشر قاسم خان سوري څخه وغوښتل چې دا رای ګیري غیر قانوني وبولي او هغه هم دا کار وکړ.

ښاغلي سوري د خپل حکم د اعلان پر وخت وویل، " هیڅ بهرني قوت ته باید اجازه ورنکړل شي چې د یوې دسیسې د لارې یو منتخب حکومت ړنګ کاندي".

تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم عمران خان د دغه هیواد له ولسمشر عارف علوي څخه د پارلمان د لغو کولو غوښتنه کړې وه او د نویو انتخاباتو لپاره یې ددریو میاشتو وخت ټاکلی و.

د پاکستان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو دا کار د پاکستان د اساسي قانون خلاف بللی او ویلي دي چې په ضد به یې درېږي. دغو ګوندونو عمران خان په «خیانت» تورن کړی دی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG