د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې اسلام ته د سپکاوې خلاف لاریون پیل شو


پاکستان کې د تحریک لبیک پاکستان په نوم یو مذهبې ډلې د هالنډ د ازادۍ گوند د مشر ضد یو لاریون پیل کړیدی.

د تحریک مشر خادم حسین رضوي د پاکستان د نوي حکومت نه غوښتي چې د هالنډ سفیر دې د اسلام اباد نه وشړي.

د یادونې وړ ده د هالنډ د پارلمان غړي، گیرټ ولډرز چې د سیاسي د هالنډ ازادي گوند مشر هم دی، اعلان کړیدی چې د نومبر په میاشت کې به د اسلام د سپکاوي لپاره د کاټونونو ( انځورونو ) جوړولو یوه مسابقه وکړي.

د تحریک لبیک پاکستان د مشر خادم رضوي په مشرۍ لاریون د لاهور ښار نه پیل شوی او اسلام اباد ته به رسیږي. د لاهور نه د وتلو وروسته خلکو دغه لاریون ته ځای پر ځای هرکلی وویل او ځینې ورسره یو ځای شول.

د جیو ټلویژن په یو راپور کې وویل چې عمران خان د لاریون د پیلدو نه وروسته څلورکسیزه کمیټه ټاکلې ده او ورته یې امر کړی چې د دغې مسلې ټول اړخونه وڅیړي.

تیره اونۍ د پاکستان نوي صدراعظم عمران خان پارلمان ته په خپلې لمړنۍ وینا کې په هالنډ کې د اسلام د پیغمبر د سپکاوې په هدف د خاکو د مسابقې په سختۍ غندنه وکړه او وی ویل چې د هالنډ حکومت ته پکار ده چې د مسلمانانو احساسات نه ازاروي.

عمران خان دا هم وویل چې دا د اسلامي هیوادونو گډه ناکامي ده چې یوه داسې لاره یې نده لټولې چې د اسلام د سپکاوې مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG