د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: 'مونږ باید په افغانستان کې د واشنگټن په غوښتنو پوه شو'


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د اړیکو د ښه کولو په هکله وایي اسلام آباد باید پوه شي چې امریکا په افغانستان کې څه غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د جمعې په ورځ په اسلام آباد کې یو خبري کنفرانس ته وویل "که مونږ غواړو چې د امریکا د متحده ایالاتو سره اړیکې پراخې کړو، نو مونږ باید په افغانستان کې د واشنگټن په غوښتنو پوه شو."

ښاغلي قریشي زیاته کړه چې که واشنگټن او اسلام آباد غواړې اړیکې پراخې کړي نو متقابل اقدام ته اړتیا ده. د هغه په وینا واشنگټن باید د پاکستان په ضرورتونو هم پوه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تائید کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به د ٢٠١٨ کال د سپتمبر په پنځمه اسلام آباد ته ورشي او د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په هکله به خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو د تیلیفوني خبرو په هکله ویلي وو چې دواړو مشرانو په پاکستان کې د میشتو تروریستي ډلو په اړه هم خبرې کړي، خو ښاغلی قریشي وایي چې دغه موضوع د هغوی په خبرو کې نه وه مطرح شوې.

له یلې خوا ښاغلي قریشي د پنج شنبې په ورځ په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې "پاکستان او افغانستان یو ځاې پخپلو ستونزو غور کړیدی. او د هغې د حل میکانزم یې لټولی دی. مونږ به هم په دغه لاره ځو او دا هڅه به کوو چې د دواړو احترام په نظر کې د ساتلو سره پرمختگ وکړو."

هغه وویل چې نړیوال غواړي په افغانستان کې سوله راشي، افغانانو او د پاکستان خلکو د سولې لپاره ډیرې قربانۍ ورکړیدي.

د پاکستان او افغانستان اړیکې د ډیر وخت راهیسې خرابې شوې دي. په پاکستان کې د نوي حکومت د راتگ نه وروسته صدراعظم عمران خان په خپله لمړنۍ وینا کې د گاونډي ملکونو سره د ښو اړیکو خبره کړیده او د افغانستان په اړه یې ویلي چې غواړي دواړه خلاص سرحد ولري چې ازادانه تگ راتگ پرې وشي.

XS
SM
MD
LG