د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په جلال اباد کې خپله قونسلگري بیا پرانیسته


د پاکستان حکومت اعلان کړیدی چې په جلال اباد کې یې خپله قونسلگري بیا پرانیستې ده

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د یکشنبې په ورځ د اکتوبر په ٧ نیټه ویلي دي چې په جلال اباد کې به په قونسلگرۍ کې د ویزو د ورکولو کار د دوشنبې په ورځ بیا پیل شي.

ښاعلي محمد فیصل دغه اعلان پخپل ټویټر کړیدی. هغه لیکي چې دغه پریکړه یې د افغانستان د حکومت سره د امنیت په اړه د خبرو وروسته کړیده. هغه وویل چې د افغانستان حکومت یې اندیښنو ته ځواب ورکړیدی.

د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې هغه افغانان چې غواړي د جلال اباد قونسلگرۍ ته د ویزو اخیستو لپاره راشي، هغوي دې خبر وي چې د اکتوبر د اتمې نیټې نه یعنی نن د دوشبې د ورځې نه به قونسلگري کار کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د اگست په ٣٠ نیټه په جلال اباد کې قونصلگري تړلې وه او علت یې امنیتي اندیښنې ښودلې وې.

پاکستاني چارواکو د ننگرهار د ایالت په والي د قونصلگرۍ په چارو کې د لاسوهنې تور لگولی و خو د ننگرهار والي د پاکستان دغه تورونه رد کړي و او په ځواب کې یې تور لگولی و چې په قونصلگرۍ کې پاکستاني مامورین د خلکو نه رشوت اخلي او د خلکو سپکاوې کوي.

XS
SM
MD
LG