د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د حافظ سعید اسلامپاله گوند انتخاباتو کې له ګډون بند کړ


د پاکستان د انتخاباتو د څارنې کمیسیون د ملي مسلم لیگ گوند چې د هغه هیواد د سخت دریځه عالم حافظ سعید سره تړاو لري، په راتلونکو انتخاباتو کې له گډون نه منع کړ.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون نن د چهارشنبې په ورځ (جون ١٣) تصمیم ونیو چې د ملي مسلم لیگ گوند نشي کولای چې د دې هیواد د جولاۍ د ٢٥ په پارلماني انتخاباتو کې برخه واخلي.

د پاکستان د قانون له مخې ټول هغه گوندونه چې په انتخاباتو کې برخه اخلي باید ددې هیواد د انتخاباتو کمیسیون یې وارزوي او ورته د گډون اجازه ورکړي.

حافظ سعید پدې تورن دی چې د ترهگرو ډلو سره اړیکې لري او د امریکا متحده ایالاتو هغه د نړیوالو ترهگرو په لست کې شامل کړیدی او د هغه پر سر یې ١٠ میلیونه ډالر انعام ایښی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ١٣٩٧ شمسي کال د حمل په میاشت کې وویل چې د پاکستان د ملي مسلم لیگ گوند او د کشمیر د ازادۍ تحریک دواړه د لشکر طیبه ډلې نور نومونه دي. د لشکر طیبه ترهگره ډله د هند د ممبای د ٢٠٠٨ کال په مرگوني برید تورنه ده.

ښاغلي سعید یو څه موده په پاکستان کې بندي و، خو د پاکستان عالي محکمې هغه ته اجازه ورکړه چې ازاد وگرځي. له بند نه د سعید خوشې کیدو د سیال هیواد هند او د امریکا د متحده ایالاتو سره ددې هیواد اړیکې نورې هم خړې پړې کړې دي.

له بلې خوا د امریکا، ملگرو ملتونو او نړیوالو تاسیساتو له لورې تر فشار وروسته پاکستان په تیر دسامبر کې د حافظ سعید په خیریه موسسو بندیز ولگاوه.

XS
SM
MD
LG