د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف د پاکستان پارلماني انتخاباتو ته کاندیدیږي


د پاکستان پخوانی جمهور رئیس پرویز مشرف
د پاکستان پخوانی جمهور رئیس پرویز مشرف

د پاکستان د پخواني جمهور رئیس پرویز مشرف گوند د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ښاغلی مشرف هیواد ته راستینیږي او د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې برخه اخلي.

د آل پاکستان مسلم لیگ گوند دغه اقدام د پاکستان د سترې محکمې د اعلان وروسته کیږي چې وایي ښاغلی مشرف کولای شي هیواد ته راستون شي.

جنرال پرویز مشرف اوس په دوبۍ کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي چې د هغو جنایي تورونو له قانوني تعقیب څخه وژغورل شي چې د هغه پر ضد موجود دي. د هغه په مشرۍ گوند اعلان وکړ چې پخوانی جمهور رئیس د چترال له ښار نه ځان پارلمان ته کاندیدوي. د پاکستان انتخابات د ٢٠١٨ کال د جولای په ٢٥ ترسره کیږي.

پدې ترڅ کې د حکومت د مخالف گوند مشر عمران خان هم اعلان کړی دی چې راتلونکو انتخاباتو ته ځان کاندیدوي. د پاکستان پارلمان د پنځه کلنې دورې وروسته د می د میاشتې په ٣١ منحل شو. عمران خان هڅه کوي چې د پارلماني څوکۍ له گټلو وروسته د هغه هیواد د صدرات څوکۍ ترلاسه کړي.

خو د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف گوند د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف د گوند د کاندیدانو سره په سختې سیالۍ بوخت دی. نواز شریف د ٢٠١٧ کال د جولای په میاشت کې په اداري فساد کې د لاس لرلو په تور د صدرات له څوکۍ گوښه کړای شو.

له دې سربیره د پاکستان د پخواني جمهور رئیس آصف علی زرداری، گوند هم د هغه هیواد پارلماني انتخاباتو کې په سیالیو بوخت دی او هیله من دی چې د پارلمان اکثریت څوکۍ وگټي. ښاغلي زرداري ویلي دي چې د سند ایالت نه ځان پارلمان ته کاندیدوي.

ټاکل شوې چې د پاکستان سرپرست صدراعظم ناصر الملک، د هغه هیواد د څلورو ایالتونو د پارلماني انتخابات وڅاري. ښاغلی ناصرالمک چې دمخه د پاکستان قاضي القضات و وایي په هغه هیواد کې ازاد او منصفانه انتخابات کوي.

د پاکستان د نافذو قوانینو له مخې هر هغه گوند چې د پارلمان اکثریت څوکۍ وگټي د پاکستان صدراعظم ټاکي، خو هغه کس باید پخپله هم د پارلمان غړی وي.

په اوس کې د پاکستان زیات شمیر گوندونه د پرویز مشرف د نیولو غوښتنهگ کوي. ښاغلی مشرف تر اوسه هیواد ته د بیرته راتگ نیټه نده اعلان کړې. خو د پاکستان سترې محکمې ویلي دي چې ښاغلی مشرف باید د ٢٠١٨ کال د جون د ١٣ نیټې دمخه هیواد ته راستون شي چې د څو جنایي دوسیو په اړوند چې د هغه پر ضد موجودې دي، له قانوني تعقیب نه خلاص شي.

XS
SM
MD
LG