د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پاکستان کې بندي افغان کډوال تر نغدي جریمې وروسته خوشي کیږي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان حکومت د دغه هیواد د کراچۍ په زندان کې بندي ۳۰۰ افغان کډوال تر نغدي جریمې وروسته خوشي کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۰ (وږې ۱۹) خبریالانو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، دغه افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدنې قانوني اسنادو نشتوالي له امله د هغه هیواد د پولیسو لخوا بندیان شوي دي. د هغه په خبره، په نیول شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلي تکل زیاته کړې چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د کډوالو اتشه او قونسلګرۍ د دغه کسانو د خلاصولو په اړه له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي.

هغه ویلي چې له لیدنو وروسته دا پرېکړه شوې چې دغه افغان کډوالو څخه د وکیل د حق الزحمې پرته، د محکمې لخوا د هر تن پر سر زر پاکستانۍ کالداري اخیستل کیږي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاته کړې: "یو شمېر کډوال نن خلاص شوي دي د پاتې کسانو د بیرته خلاصولو په اړه به په راتلوونکو ورځو کې پرېکړه وشي."

د هغه په خبره یو شمېر استفاده کوونکي کسان غواړي د نیول شوو کډوالو په نومونو پیسې راټولي کړي. په پاکستان کې د طالبانو دپلوماتیک بنسټونه ټینګار کوي چې له دغه موضوع باید سیاسي استفاده ونشي.

ښاغلي تکل زیاته کړې چې د افغانستان سفارت په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزې هواري لپاره له خپلو موجوده منابعو څخه کار اخلي او په راتلوونکې کې به هم هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان کډوال د پاکستاني پولیسو د ازار او زورولو په اړه شکایت کوي او وايي چې زیات وخت ورڅخه پيسې اخلي.

اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیون افغان کډوال ژوند کوي، ویل کیږي هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نلري ورسره ناوړه چلند کیږي.

د کډوالۍ اسنادو له مخې په پاکستان کې درې ډوله افغان کډوال ژوند کوي، یو هغه کسان چې د اوسېدنې (POR) کارت لري چې د هغوی شمېر شاوخوا ۱.۳ میلیون ته رسیږي. بل ډول هغه کسان دي چې (ACC)کارت لري چې د هغوی شمېر ۸۰۰زره کسانو ته رسیږي او دریم ډول یې غیر قانوني کډوال دي چې د هغوی شمېر له ۶۰۰زرو څخه تر یو میلیون تنو ته رسیږي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنري وايي چې په پاکستان کې له هغه کډوالو سره هم مرسته کوي چې قانوني اسناد نلري او له افغان کډوالو څخه غوښتي چې له دوی سره نوم لیکنه وکړي.

XS
SM
MD
LG