د لاس رسي وړ اتصالات

د غیر اخلاقي محتویاتو اعتدال؛ پاکستان کې ټیک ټاک بیا فعال شو


پاکستان نن د اپریل په لومړۍ نیټه (ورۍ ۱۲) پر ټیک ټاک اپلیکیشن باندې لګول شوی دوهم بندیز وروسته له هغې لرې کړ چې ددې اپلیکیشن مسولینو وویل په پاکستان کې به په خپلو محتویاتو کې له اعتدال کار اخلي.

پاکستان تر دې دمخه د "غیر اخلاقي محتویاتو د ترویج" په دلیل ددغه چینایي اپلیکیشن فعالیت منع کړی و.

د پاکستان د مخابراتو ادارې یو وکیل جهان‌زیب محسود، د فرانس پرس اژانس ته وویل چې ټیک ټاک ډاډ ورکړی چې په پاکستان کې به فلتر شويو او "معتدلو" محتویاتو د خپریدو حق ورکړي.

له دې دمخه د پاکستان د صدراعظم عمران خان یو سلاکار ویلي وو چې دغه اپلیکیشن د ځوانو نجونو غیر اخلاقي او جنسیتي محتویات ترویجوي.

پاکستان دمخه هم د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د ټیک ټاک نه ګټه اخیستل ممنوع اعلان کړي وو. خو وروسته له هغې چې د ټیک ټاک شرکت د مبتذلو محتویاتو د خپرونکو حسابونو د تړلو ژمنه وکړه بیرته یې ورته د فعالیت اجازه ورکړه.

د ټیک ټاک اپلکیشن چې په بیړه وده کوي، د چینایي بیټي ډانس ډلې پورې مربوط دی چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا یو میلیارد کارونکي لري.

خو دغه اپلکیشن په ډیرو هیوادونو کې د نظر له اختلاف سره مخامخ شوی او د ځینو هیوادونو مشران اندیښمن دي چې د ټیک ټاک اپلکیشن د کارونکو معلومات د چین له حکومت سره شریکوي.

ټیک ټاک د بیجینګ سره د کارونکو د معلوماتو د خپرولو رپوټونه تل رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG