د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یو قاضي په ISI د نیوکو له کبله د کاره لیری کړ


د پاکستان ولسمشر عارف علوي د اسلام اباد د عالي محکمې یو قاضي شوکت عزیز صدیقي د "ناوړه چلند" په تور د دندې نه لیرې کړ

د پاکستان د قانون وزارت د پنجشنبې په ورځ ( اکتوبر ١١) په یوې اعلامیې کې وایي چې ولسمشر عارف علوي د دغه ملک د سترې محکمې د قضایي شورا سپارښتنه ومنله او قاضي صدیقي یې د دندې گوښه کړ.

د یادونې وړ ده چې صدیقي د روان کال د جولایي په میاشت کې د پاکستان په استخباراتي ادارې آي ایس آي تور لگولی و چې د محکمې په کارونو کې مداخله کوي.

هغه دا تور هم لگولی و چې آي ایس آی د عالي محکمې یو قاضي ته ویلي و چې نه غواړي نواز شریف او لور یې د انتخاباتو نه مخکې د بند نه خوشي شي.

د قاضي صدیقي په آي ایس آي د نیوکو دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو زیاته شریکه شوه او د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضا د هغه په څرگندونو نیوکې وکړی.

هغه پخپله وینا کې دا هم ویلي و چې د پاکستان مطبوعاتو د دغې ادارې نه ماتې منلې ده او اوس یې د پاکستان د محکمو نه هم گټه پورته کوي.

د قاضي صدیقي گوښه کیدو ته په ټولنیزو رسنیو سمدستي غبرگون وښودل شو.

په پاکستان کې د سیاسي چارو کارپوه ماجد آغا په یو ټویټ کې ولیکل.

"هغه د پوځ او آي ایس آي چې په هغه کارونو کې د نفوذ کوښښ کوي چې دوي یې قانوني واک نه لري، ضد یو پیاوړی او ښه گام پورته کړی و. "

په اسلام اباد کې خبریال عثمان منظور د قاضي صدیقي د جولایي د میاشتې هغه وینا شریکه کړه چې له کبله یې هغه د دندې گوښه کړی شو.

د یادونې وړ ده چې قاضي شوکت صدیقي پخوا هم د پوځ په کردار نیوکې کړي وی. هغه د پوځ نه پوښتي و چې د نړۍ د یو ملک پوځ هم کاروبار او سوداگري نه کوي نو د پاکستان پوځ یې ولي کوي. هغه ویلې و چې پوځ دې ورته ځواب ورکړي چې ولي د سیمټو نه واخله د غوښې پورې شیان خرڅوي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG