په پاکستان کې امنیتي مقامات وايي چې په تېرو دوو ورځو کې په بریدونو کې د دغه هېواد ۴۲ پولیس او امنیتي پرسونل وژل شوي دي.
دا بریدونه د دوشنبې له ورځې راهېسې د بلوچستان په ایالت کې شوي دي. د پاکستان پوځ وايي چې په دغو بریدونو کې ۵۴ اورپکي هم وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي چې یوازې د سه شنبې په شپه په بلوچستان کې په یو برید کې لږ تر لږه نهه پویس او ۱۵ اورپکي ووژل شول.
د دغه بریدونو په اړه د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر مشر ډګر جنرال احمد شریف چوهدري په خبري کنفرانس کې معلومات ورکړل.
هغه وویل: «د منګي په ډیم کې د برید په اړه- په ځانګړي ډول د زیارت منګي د پولیسو په پوستې باندې د برید په اړه- په دغه برید کې په لومړۍ ورځ زموږ نهه زړور پولیس شهیدان شوي، ۱۸ نور بیا وروسته، چې د وژل شویو شمېر ۲۷ ته ورسېده. په همدې حال کې ۱۵ ترهګر په پوستې کې د جګړې په مهال وژل شوي. د ۱۵ ترهګرو مړي هلته پاتې و او ۱۱ نور موږ تايدوو، په دې اساس ۲۶ ترهګر وژل شوي. د دیلا بندر په سیمه کې د پوځ په کاروان باندې د عملیاتو په تړاو، دلته د کاروان او بلوچستان د ازادۍ غورځنګ د غړو ترمنځ جګړه وشوه، په کاروان باندې برید شوی. د پوځ ۱۱ پرسونل شهیدان شوي او د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ ۱۴ ترهګر، چې د هند د شرارت عوامل دي، وژل شوي.»
د بلوچستان د پولیسو مرستیال عبدالقدوس اڅکزي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ادعا کړې چې د بلوچستان د زیارت په ولسوالۍ کې برید دوی کړی و.
دا په داسې حال کې چې پاکستاني مقاماتو ویلي دي چې د استخباراتي معلوماتو په اساس به په افغانستان کې د «ترهګرو» په ضد بریدونه روان ساتي. پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
خو د افغان طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او وايي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي له افغانستان څخه د نورو په ضد کار واخلي.
فورم \ دبحث خونه