د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د افغانستان سره په پوله د کټارو لګول ۹۰ فیصده بشپړ شوي


د پاکستان پوځ ویلي چې د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د کټارو د لګولو کار په سلو کې ۹۰ بشپړ شوی دی.

د پاکستان د پوځ یو مقام رضوان نذیر،د سه شنبې په ورځ اګست درېیمه (زمري ۱۲) د تورخم په سرحدي سیمه کې بهرنیو خبریالانو ته وویل چې ټاکل شوې ددې پروژې پاتې ۱۰ فیصده کار د روان کال تر پایه بشپړ شي.

د پاکستان حکومت د سرحد په اوږدو کې د سخت دریځو د تګ راتګ د مخنیوي په مقصد د ډیورند کرښې په اوږدو کې په ۲۰۱۷ کال کې د کټارو لګولو کار پیل کړ.

ددغه کټارو په اوږدو کې د څارنې د برجونو سربیره امنیتي کمرې هم لګول شوي دي.

دغه سرحدي موانع د دوه لیکو فلزي کټارو ترکیب دی چې په هر یو یې اغزي لر ونکی سیم تیر شوی دي. ددغو کټارو لوړوالی د افغانستان لور ته څلور متره او د پاکستان لور ته ۳.۳ متره دی.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د کټارو لګولو اقدام څو ځلې د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د مرګانیو نښتو سبب شوی دی.

افغانستان د ډیورند کرښه د پاکستان سره د خپل هیواد د رسمي سرحد په توګه په رسمیت نه پیژني.

XS
SM
MD
LG