د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیس وايي د داعش ۱۱ جنګیالي یې وژلي 


د پاکستان پوځ د داعش په ضد عملیات کوي
د پاکستان پوځ د داعش په ضد عملیات کوي

پاکستاني‌چارواکي‌ وايي له ترهګرو سره د مبارزې پولیسو یې د بلوچستان په ایالت کې د داعش ډلې په یو پټنځای برید کړی او د دغې ډلې ۱۱ مشکوک غړي یې وژلي دي.

د پاکستان پولیس وايي دا عملیات د سه شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږی۹) د بلوچستان د «مستنګ» په سیمه کې شوي دي.

دغلته څه موده مخکې اورپکو دوه پولیس افسران وژلي وو.

پاکستاني چارواکي وايي چې له دغه پټنځای څخه یې د ځانمرګو بریدونو واسکټونه، لاسي‌ بمونه او یو شمېر ټوپکونه ترلاسه کړي‌ دي.

له ترهګرۍ د پاکستان د مبارزې څانګې د دغو وژل شویو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

د داعش ډلې په تېر وخت کې د بلوچستان په ایالت کې د یو لړ خونړیو بریدونو مسولیت منلی و. د داعش ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې چارواکي داسې مهال د داعش د مشکوکو غړو د وژلو خبره کوي ‌چې په افغانستان کې هم امریکایي چارواکي وايي ځواکونو یې په ننګرهار او کابل کې د داعش په غړو باندې هوايي بریدونه کړي‌ دي.

دا بریدونه د کابل د هوایي ډګر مخې ته د داعش-خراسان له ځانمرګي برید وروسته وشول چې څه باندې ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر یې ووژل.

XS
SM
MD
LG