د لاس رسي وړ اتصالات

د آی اس آی مشر: پاکستان په طالبانو نفوذ د لاسه ورکړی


د پاکستان د پارلمان په غونډې کې دا بحث د تړلو دروازو تر شا شوی.
د پاکستان د پارلمان په غونډې کې دا بحث د تړلو دروازو تر شا شوی.

د پاکستان د استخباراتو او پوځ جګپوړي چارواکي وایي په طالبانو یې اثر او رسوخ د لاسه ورکړی او د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د جګړو د ډیریدو له ویرې د افغانستان سره پخپلو ګډو پولو کټارې دروي.

د پاکستان د استخباراتو د ادارې مشر فیض محمد او د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د پنجشنبې په ورځ جولای په لومړۍ نېټه (چنګاښ۱۰) پارلمان ته د تړلو دروازو تر شا په یوې غونډې کې چې شاوخوا اته ساعته روانه وه، وویل چې کوښښ کوي طالبان سیاسي حل لارې ته وهڅوي خو په غونډې کې یې دا هم ویلي چې په طالبانو د پاکستان نفوذ مخ په کمیدو دی.

ښاغلي حمید او ښاغلي باجوه ویلي چې د افغانستان سره پخپلو پولو یې ۹۰ په سلو کې اغزن تار لګولی تر څو پاکستان د ناټو او امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د جګړو نه خوندي وي.

پاکستان ویره لري چې په افغانستان کې د جګړو د ډیریدو او یا هم د وضعیت د خرابیدو له کبله به میلونونه افغانان یو ځل بیا پاکستان ته ورشي.

همدا اوس په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې اکثریت یې د ۱۹۸۰ د لسیزې راپدیخوا د دې هیواد په بیلا بیلو سیمو کې میشت دي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اې آر وای پاکستاني تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې د افغانستان په هکله په پارلمان کې د پنجشنبې د ورځې غونډه "واضح او هر اړخیزه" وه او زیاتوي چې ټاکل شوې په راتلونکې غونډې کې به په نورو موضوعاتو هم خبرې وشي.

په پاکستان کې د افغانستان په هکله دا غونډه پداسې حال کې کیږي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان تیره ورځ هم پارلمان کې د وینا پر مهال د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد په جګړې کې د خپل هیواد سیاست "حماقت"وباله او زیاته یې کړه چې هیڅکله به په جګړې کې د امریکا ملګرتیا ونکړي.

ښاغلي خان پخپلو خبرو کې ویلي و چې "د امریکا سره په سولې کې ملګرتیا کولی شي او کوو یې خو په جګړې کې یې هیڅکله ملګرتیا نکوو. "

XS
SM
MD
LG