په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د ختمولو هڅې روانې دي، د ډیورېنډ په کرښې کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزیون د اپریل په پنځمه نیټه په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي، چې په خوست ولایت کې «په فرضي کرښه» د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې پاکستاني لوري ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په راپور کې د مرګ ژوبلې دقیق شمېر نه دی ورکړل شوی.
بلخوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ د اپریل په پنځمه نیټه په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې افغان طالبانو د اپریل په درېیمه د خیبرپښتونخوا د غلام خان سیمې پر یوې پوستې برید وکړ چې د ده په ادعا له امله یې ۳۷ افغان طالبان ووژل شول.
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپل ایکس کې لیکلي چې د فبروري له ۲۲ څخه بیا د اپریل تر درېیمې پورې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله ۷۶۱ ملکي کسان وژل شوي او ۶۲۶ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د طالبانو دغه ویاند ویلي دي چې پاکستان په دې موده کې د افغانستان ننګرهار، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست کابل، کنړ، لغمان او نورستان ولایتونه بمبار کړي دي. عطاء الله تارړ په خپل ایکس حساب کې د سلګونو طالبانو د وژل کېدو او ژوبل کېدو ادعا کړې ده، خو د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې یوناما هم د فبروري له ۲۶ څخه بیا د مارچ تر دویمې پورې د پاکستان په بریدونو کې ۴۲ کسانو د وژل کېدو او ۱۰۴ نورو د ټپي کیدو راپور ورکړی وو.
د بشري حقونو د څار ادارې پخپل وروستي راپور وویل چې د مارچ په ۱۶مه نېټه د کابل په ښار کې د روږدو د درملنې پر یوه روغتون باندې د پاکستان هوايي برید یو غیر قانوني عمل و چې ښایي یو "جنګي جنایت" وي.
دغه نښتې په داسې حال کې کیږي چې افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي او د کرښې په اوږدو کې د جګړو د پای ته رسیدو په هدف چین تیره اوونۍ د کابل او اسلام آباد ترمنځ د سولې د خبرو کوربه وو.
که څه هم د چین د بهرنیو چارو وزارت په دغو خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ خو تر اوسه د جګړې د پای ته رسیدو په هدف دیپلوماتیکي هڅې بې پایلې پاتې شوي دي.
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي دفتر امریکا غږ ته په یو استول شوي بیان کې دواړه لوري هڅولي وو چې خپلې شخړې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
بلخوا د یکشنبې په ورځ اپریل ۵ په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا په مشورتي غونډه کې په افغانستان کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د چین په ارومچي ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له غونډي ملاتړ وکړ او زياته يې کړه چې ستونزې باید یوازې له سولهییزو لارو حل شي.
اسلام اباد پر افغان طالبانو تور پوري کوي چې د هغه هیواد مخالفو وسلوالو ته یې ځای ورکړی او دغه جنګیالي له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي.
خو افغان طالبانو تل د پاکستان دغه ادعاوي رد کړي دي او ویلي دي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې څخه د نورو پر ضد کار واخیستل شي.
فورم \ دبحث خونه