پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر ۲۴) وویل چې په افغانستان کې یې پر لسو هغو هدفونو باندې هوايي بریدونه کړي چې د دوی په وینا، ډرونونه پکې ساتل کېدل او د بریدونو لپاره پاکستان ته لیږل کیدل.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ په ایکس کې په خپاره کړي یو بیان کې ویلي چې دغه بریدونه "متناسب او په دقیقه توګه په هغو پوځي هدفونو پورې محدود" وو چې د افغانستان له خاورې څخه د ترسره کېدونکو بریدونو له هڅو سره تړاو لري.
تارړ زیاته کړې ده چې د پاکستان د هوايي دفاع سیستمونو د چهارشنبې په ورځ د افغانستان له خاورې څخه توغول شوې ډرونونه کشف او هدف ته له رسېدو مخکې شنډ کړل. پاکستاني سرچینو ویلي چې دغه ډرونونه د خیبر پښتونخوا په تورخم او کوهاټ کې کشف شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر پاکستان باندې د ډرونونو برید کول رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي خلک وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند زبیح الله مجاهد ویلي چې د پنجشنبې د ورځې د پاکستان بریدونه د کندهار، پکتیا او خوست په ولایتونو کې شوي دي. مجاهد دغو بریدونو ته د متقابل ځواب ورکولو ګواښ کړی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر هم ګواښ کړی چې «د افغان طالبانو هر ډول بل پاروونکی اقدام به له کلک او پرېکنده غبرګون سره مخامخ شي.»
تېره اوونۍ د خیبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو پر یو مرکز باندې وسله وال برید د اسلام اباد او کابل ترمنځ د نږدې دریو میاشتو نسبي ارامي پای ته ورسوله. د کوهاټ په برید کې د پاکستاني پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۲۴ کسان ووژل شول.
د پاکستان حکومت ددې اونۍ په پیل کې هم ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې ته نږدې د افغانستان په ځینو سیمو کې یې په هوايي بریدونو کې ۲۸ وسله وال وژلي دي، خو د طالبانو د حکومت چارواکو اسلام اباد تورن کړی چې د افغانستان پر خاوره د د شپې له لورې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژلي دي.
بل خوا، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې واشنګټن د "طالبانو د بریدونو" پر وړاندې د "پاکستان د دفاع د حق ملاتړ" کوي.
د وزارت یو ویاند دا اونۍ د امریکا غږ د افغانستان څانګې ته په یو استولي ایمیل کې طالبان یو ځل بیا یوه "خاصه نړیواله ترهګره ډله" بللې او لیکلي چې دغې ډلې "د سیمې د بې ثباته" کولو لپاره "تاوتریخوالي" ته لاره هواره کړې ده.
فورم \ دبحث خونه