د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی سناتور: پښتین راته د خبرو لپاره د همکارۍ ډاډ راکړی


په اسلام اباد کې د سنا د ملي یووالي او هم اهنگۍ د پرمختگ لپاره د یوې کمیټې په غونډې کې د منظور پښتین په مشرۍ د پي ټي ایم هیت گډون کړیدی.

د سنا په کمیټې کې یو مخکښ غړي سناتور محمد علي سیف ویلي دي چې منظور پښتین ورته د خبرو لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د سنا د کمیټې او د پښتون تحفظ تحریک غړیو دا غونډه پداسې حال کې تر سره شویده چې د علي وزیر نه وروسته د تحریک یو بل مشر محسن داوړ هم نیول شویدی.

د سنا د کمیټې یو مشر محمد علي سیف د غونډې نه وروسته خبرې رسنیو ته ویلي دي چې پي ټي ایم ورته خپل دریځ واضحه کړیده او همدغه ډول امنیتي عسکرو ورسره هم خپل دریځ شریک کړیدی.

ښاغلي سیف دا هم وویل چې حالات ډیر جدي دي او باید پداسې حال کې غونډې جوړې نه شي ځکه چې پارونکې ویناگانې حالات نوز زیات خرابولی شي.

ښاغلي سیف دا هم وویل چې پي ټي ایم دیته اماده دي چې د خبرو لپاره ښه ماحول جوړ کړي.

د می په ٢٦ نیټه په وزیرستان کې د امنیتي عسکرو او د پي ټي ایم د پلویانو د شخړې نه وروسته حالات سخت خراب دي او د پاکستان پوځ او د تحریک مشران په یو بل د حملې تورونه لگولې دي.

دغه کمیټې ویلي دي چې د منظور پښتین غوښتنې به د سنا رئیس ته ورسوي او خپل وړاندیزونه به ورته هم وړاندې کړي. کمیټه وایي چې ډیر ژر به یوه بله غونډه راوبلي.

منظور پښتین هم د کمیټې د غونډې نه وروسته خبریالانو سره خبرې وکړي او وی ویل چې هغه د کمیټې نه غوښتي دي د وزیرستان د پیښې په اړه د ریښتیاو معلومو په اړه د سیمې دوره وکړي.

د یادونې وړ ده چې د سنا د کمیټې او د پي ټي ایم ترمنځ دا دریمه غونډه ده.

XS
SM
MD
LG