د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان کډوالو په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدنې د ۴۰ کالو پوره کېدو له امله د هغوی پر وضعیت د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ یا«UNHCR» په همکارۍ دوه ورځنی کنفرانس جوړوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه «فبرورۍ ۱۰مه» په یوې اعلامیې کې ویلي دغه کنفرانس چې د روانې میلادي میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه په اسلام اباد کې جوړیږي، د دغه هیواد د صدراعظم عمران خان لخوا به پرانیستل شي.

د اعلامیې له مخې په یاد کنفرانس کې به د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ د رئیس ترڅنګ، حکومتي چارواکي او د شااوخوا ۲۰ هیوادونو وزیران او لوړپوړي چارواکي برخه واخلي.

بیان وايي، دا هغه هیوادونه دي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لاس نیوی کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي:"دغه کنفرانس په یو ډېر مهم پړاو کې چې په افغانستان کې د سولې هڅې هم د پرمختګ په حالت کې دي جوړیږي."

ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت، هغوی ته پر متوجه ګواښونو، له هغوی سره د مرستو سربېره پخپلې خوښې هیواد ته د ستنېدو په اړه خبرې وشي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس دا مهال په پاکستان کې ۲.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ۱.۳ میلیونه یې ثبت او ۱.۱ میلیون یې نه دي ثبت شوي.

دغه سازمان همدارنګه ویلي چې د روان ۲۰۲۰ کال په لومړۍ جنورۍ میاشت کې ۶۷۹ افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي چې ۶۶۵تنه یې پخپلې خوښي او پاتې۱۴ تنه یې په زور سره ایستل شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د دغه هیواد په دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې ۴میلیونه افغانان د اوسېدو په قانوني اسنادو او له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG