د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان مشرانو د غونډې کوربتوب کوي


پاکستان په پام کې لري چې د سولې د بهیر او د بین الافغاني مذاکراتو د چټکیدو د هڅو په ترڅ کې د افغانستان د سیاسي مشرانو د کنفرانس کوربتوب وکړي.

د پاکستان د حکومت معتبرو منابعو د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) د امریکا غږ ته ویلي چې ټاکل شوې دغه کنفرانس د پاکستان په وړاندیز او کوربتوب "د جولای د ۱۷ تر ۱۹" پورې وشي.

د افغانستان د ولسمشر د ځانګړي استازي محمدعمر داوودزي او د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال په ګډون یو شمیر افغان مشرانو د امریکا غږ ته تائید کړې چې پدغه کنفرانس کې ګډون کوي.

خو د ښاغلي داوودزي په وینا ددې کنفرانس د جوړیدو د نیټې په اړه تر اوسه لا هم بحثونه روان دي.

پاکستاني منابعو د امریکاغږ ته ویلي چې د ښاغلي داوودزی او عمر زاخیلوال برسیره د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر صلاح‌الدین رباني، د افغانستان د اسلامي وحدت د ګوند مشر او د ولسمشر سلاکار حاجي محمد محقق، ګلبدین حکمتیار او احمد ولی مسعود دغه کنفرانس ته بلل شوي دي.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور خان، د امریکاغږ سره په مرکه کې ویلي چې هیواد یې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د افغانستان د حکومت او د طالبانو د ډلې په ګډون د افغانستان په معضله کې د ښکیلو مختلفو اړخونو سره په تماس کې دی.

منصور خان وویل: "مونږ مثبت تعامل لرو تر څو په مثبتې لارې خپل نفوذ وکاروو. خو نشو کولای او باید هم د افغانستان د معضلې د حل لپاره د کومې نسخې سپارښتنه وکړو. دا د افغانانو مسولیت دی چې د خپلې باثبلته راتلونکې په هکله خپلمنځي سیاسي توافق وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د سه شنبې په ورځ جولای ۱۳ د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر، سره له کتنې وروسته په ټویټر ولیکل چې په پای کې افغان مشران خپل راتلونکی مسیر مشخص کوي او لازم دي چې د مذاکراتو له لارې یوې موافقې ته د رسیدو لپاره انعطاف وښیي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلي اتمر ، ښاغلي قریشي ته په خطاب کې "د طالبانو د پناه ځایونو او د تمویل د منابعو تړلو، د معنی لرونکو مذاکراتو د بیا پیل کولو لپاره د طالبانو په هڅولو او د افغانستان د سولې د بهیر د بریا لپاره د یوې سیاسي حل لارې په موندلو کې" د پاکستان همکاري غوښتې ده.

له دې څخه دمخه هم د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار او د ولسمشر د لومړي مرتسال په ګډون افغان مقاماتو پاکستان د طالبانو څخه په ملاتړ تورن کړی و.

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح دوه ورځې مخکې ویلي وو چې د طالبانو روزل شوي قوتونه "په مستقیمه توګه د پاکستان د ستر درستیز خاصو کړیو له لورې له پیښور – کویټې او نورو ځایونو څخه رهبري کیږي."

پدې څو تیرو اونیو کې پاکستاني مقاماتو پدې ادعا چې د افغانستان د حالاتو په وخامت او د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره به پاکستان او نورو هیوادونو ته افغان مهاجر مخه کړي ویلي دي چې د افغانستان د معضلې په سیاسي حل باندې ټینګار کوي.

XS
SM
MD
LG