د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما: د جګړې ختمولو لپاره باید د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي


د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز قطر ته د خپل سفر په مهال د طالبانو له مرکچي پلاوي سره د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملګو ملتونو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.

یوناما د سې‌شنبې په ورځ جولای ۶ (چنګاښ ۱۵) په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د سولې د مذاکراتو بېرته پیلول په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو یوازینۍ لاره ده.

یوناما زیاته کړې: "د سولې مذاکرات باید رېښتیني وي او د جګړې د پای ته رسولو او د افغانستان خلکو ته د هیلې بخښولو لپاره باید ورته لومړیتوب ورکړل شي".

ټاکل شوې چې اغلې لانیز په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مرکچي پلاوي سره هم خبرې وکړي.

د قطر په پلازمینې دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ بین‌الافغاني مذاکرات له څه مودې راهیسې په ټپه ولاړ دي.

له دې وړاندې چارواکو ویلي چې په وروستیو اونیو کې د دواړو خواو ترمنځ هېڅ غونډه نه ده شوې.

یوناما له دې مخکې هم ویلي و چې ملګري ملتونه به د سولې هڅو د جاري ساتلو او یو عادلانه او تلپاتې توافق ته د رسېدلو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو له استازو سره خپلو سلامشورو ته دوام ورکړي.

یوناما ټینګار کړی چې په افغانستان کې د سولې د ټینګولو لپاره هڅې باید له خنډ او ځنډ سره مخ نشي.

د افغانستان حکومت طالبان تورنوي چې دغه ډله پلمې کوي او له سیاسي لارې سولې ته په رسېدلو باور نلري او غواړي چې د زور له لارې واک تر لاسه کړي.

خو طالبانو د افغانستان حکومت په قطر کې د سولې په مذاکراتو کې د خنډ لامل ګڼلی دی.

XS
SM
MD
LG