د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا خپله تگلاره سنجولې او مونږ به خپله تگلاره وسنجوو- قریشي


د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د بهرنوچارو د وزیر مایک پمپیو سره د ملاقات نه وروسته خبریالانو ته په وینا کې ویلي چې امریکا د افغانستان په اړه په خپله پالیسۍ بیا نظر کتنه کړیده او اوس پدی پوهه شویدی چې د دغه مسلې حل جگړه نه خو خبرې دي. هغه وویل "امریکا خپله پالیسي بیا سنجولي ده. او مونږ به هم خپله پالیسي بیا وسنجوو."

ښاغلي قریشي خبریالانو ته وویل چې امریکایي مشرانو ورسره په ملاقات کې په غیر مستقیمه توگه دا څرگنده کړه چې هغوي د طالبانو سره خبرو ته په ذهني توگه تیار شویدي. هغه وویل "د امریکا د بهرنو چارو وزرات به د طالبانو سره د خبرو مشري وکړي."

ښاغلي قریشي په خپله وینا کې چې د پاکستان دولتي ټلویژن مستقیمه خپره کړه، وویل چې غواړي د گاونډي ملکونو سره ښې اړیکې ولري او هغه به خپل د بهرنو چارو د وزیر په توگه لمړنی سفر افغانستان ته وکړي.

هغه وویل چې د سیمې امنیت د افغانستان په امنیت پورې تړل شویدی.

قریشي د ښاغلي پمپیو سره د ملاقات نه وروسته خبریالانو ته دیرش دقیقې وینا وکړه چې پکې یې پدی خبرې ټینگار وکړ چې د پاکستان او امریکا د مشرانو دغه ملاقات د پخواني ملاقاتونو نه ځکه بدل و چې اوس امریکا د پاکستان نه د "ډو مور" ( نور څه هم وکړئ) غوښتنه نه کوي خو د راتلونکي لپاره د برابرۍ په اساس د یوځاې کار خبره کوي.

د یادونې وړ ده امریکا په وروستیو کې په پاکستان فشار زیات کړیدی چې د افغانستان په مسلې کې خپل مثبت رول ولوبوي او پخ خپل ملک کې د ترهگرو پناهځایونه ختم کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG