د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان غواړي خپل سفیر بېرته افغانستان ته واستوي 


په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

څو رسمي سرچینو د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۷) امریکا غږ ته وویل، پاکستان پریکړه کړې چې په روانه اونۍ کې خپل سفیر بیرته افغانستان ته واستوي. اسلام اباد څه دپاسه څلور میاشتې مخکې خپل سفیر هغه وخت له افغانستان څخه وویست چې د ادعا له مخې اسلامي دولت ډلې (داعش) د هغه د وژلو ناکامه هڅه وکړه.

مقامات وايي دا پریکړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي ترمنځ د تیرې شپې په ټیلیفوني خبرو کې شوې ده.


د پاکستان د حکومت یو چارواکي چې د رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه درلودله د نوم د نه ښودلو په شرط وویل: «ټاکل شوې ده چې سفیر له کوچني اختر دمخه کابل ته لاړ شي.» دغه چارواکي چې د نورو جزیاتو له شریکولو څخه یې ډډه وکړه، وویل، دپلوماټیک حرکتونه د امنیتي دلایلو له مخې محرمیت ته اړتیا لري.

دواړو لورو په لنډو اعلامیو کې د بلاول بوټو زرداري او امیر خان متقي ترمنځ د شنبې په ورځ د ټیلیفوني تماس پخلی کړی، خو کابل ته یې د پاکستان د سفیر عبید الرحمن نظاماني د پلان شوي راستنیدو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، متقي له پاکستاني سیال سره «په یو لړ مهمو دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټ مسلو" خبرې وکړې.» په خبرپاڼه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته ویل شوي، «دواړو لورو د دپلوماتیکو اړیکو پر ښه کولو هم هوکړه وکړه.»

په اسلام اباد کې د زرداري دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړو لوریو "په دوه اړخیزو ګټو مسلو" بحث کړی دي، خو نور جزیات یې ندي ورکړي. اعلامیه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزیر د یو باثباته، سوله ییز او سوکاله افغانستان لپاره د پاکستان پر ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.

د پاکستان سفیر د ډسمبر په دوهمه په کابل کې د سفارت په انګړ کې د معمول په څیر روان و چې برید کوونکو له نژدې پرتې یوې څو پوړیزې ودانۍ څخه پرې ډزې وکړې. هغه له برید روغ رمټ ووت، خو د هغه پاکستانی امنیتي ساتونکی په پښو په مرمیو ولګېد. پاکستان سمدلاسه خپل دغه دپلوماټ وویست او له طالبانو یې وغوښتل چې ددې هیواد د سفارت امنیت ټینګ کړي.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې، په یوه بیان کې، د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی و او ویلي یې وو چې د اسلامي دولت د خراسان سیمه ییزې څانګې په «مرتد پاکستانی سفیر او د هغه په ساتونکو" برید کړی.

دې پېښې د طالبانو او پاکستان تر منځ دوستانه اړیکي نور ترینګلي کړې.


د بشري حقونو څخه د سرغړونو د اندیښنو او په ځانګړې توګه د افغان نجونو او میرمنو په کار او زده کړو باندې د طالبانو له خوا د بندیزونو او محدودیتونو په وجه د اسلام اباد په ګډون د نړۍ هیڅ یو هیواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني.

طالبانو د نجونو او ښځو پر لوړو زده کړو بندیز لګولی او تنکي نجونې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته له تګ منع دي. طالبانو افغان میرمنې د ملګرو ملتونو او غیر دولتي مرستندویه موسسو کې له کار کولو منع کړي او نجونې او ښځې عامه پارکونو، ورزښي کلپونو او عامه حمامونو ته له تللو هم بندې دي.

XS
SM
MD
LG