د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي شارژدافیر یې په تهران کې کار پیل کړ


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه وزارت له خوا ګومارل شوي یو دیپلومات د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۷ (کب اتمه) په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د شارژدافیر په توګه کار پیل کړ.

دې وزارت ویلي، مولوي فضل محمد حقاني په ایران کې د افغانستان د شارژدافیر په توګه نومول شوی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل رسنیو ته په لېږل شوي ویډیوي پیغام کې د ایران له خوا د طالبانو دیپلومات ته د سفارت سپارل د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې مهم ګام بللی دی.

ښاغلي تکل وویل "ددې لپاره، چې په ایران کې د میشتو وطنوالو د سفارت په خدماتو کې خنډ او ځنډ رانشي د بهرنیو چارو وزارت رهبرۍ پریکړه وکړه، چې نن سهار د کابل څخه د مجربو دیپلوماتانو یو اوه کسیز ټیم په تهران کې د افغانستان سفارت ته واستوي ترڅو د نوي شاردافیر ترڅنګ خپلو هیوادوالو ته خدمات وړاندې کړي."

د یکشنبې په ورځ په تهران کې د افغانستان د سفارت یو دیپلومات امریکا غږ ته وویل، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنې پر اساس د افغانستان د پخواني حکومت سفیر په تهران کې د سفارت دروازه وتړله او ددغه سفارت کیلي یې ایراني چارواکو ته وسپارله.

د افغانستان د پخواني حکومت دیپلومات حامد رهګذر وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د افغانستان د پخواني حکومت سفیر عبدالقیوم سلیماني احضار کړ او هغه ته یې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبر ورکړ. ښاغلي رهګذر زیاته کړه چې ایراني چارواکو سلیماني ته ویلي چې تهران غواړي د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري.

خو د ایران حکومت په تهران کې د افغانستان د سفارت په وروستیو بدلونونو کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې دا اقدامات په افغانستان پورې اړه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په دې مسله کې هیڅ ډول مداخله نه ده کړې. د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت هیڅ کوم سند یا وسایل او یا هم کوم بل شی، چې په تهران کې د افغانستان د سفارت پورې مربوط و، نه دي ترلاسه کړي".

غبرګونونه

د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د حکومت وسله والې مخالفې ډلې په یوې اعلامیې کې د ایران د حکومت له خوا په تهران کې د طالبانو دیپلوماتانو ته د افغانستان د سفارت د مسولیت د سپارلو پرېکړه "خواشینوونکي او د پوښتنې وړ" بللې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې ایران دا ګام په داسې حال کې پورته کړی، چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اود افغانستان نورو سیاسي جریانونو هڅه وکړه ددغه کار منفي پایلو او پیغامونو ته په کتو د تماس او مکتوبونو له لارې د ایران اړوند لوړپوړې چارواکي قانع کړي، چې سفارت طالبانو ته ونه سپاري، خو د هغوی د خپلې پالیسۍ پر بنا، اجازه ورکړه ، چې د طالبانو د ډلې استازې د افغانستان د خلکو دیپلوماتکي ودانۍ ته ننوځي.

په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د وروستیو بدلونونو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو پراخ غبرګونونه ښودلې دي. د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو په دې اړه د ایران حکومت غندلی دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي په تیرو اتلس میاشتو کې د طالبانو د حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ د اختلافاتو دوام، د ایران ناسم اقتصادي وضعیت او له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د ساتلو اړتیا لامل بولي چې د ایران حکومت یې دې ته اړ کړی، چې په تهران کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپاري.

ښاغلي سجادي وویل " بله مسله د داعش ګواښونه دي. وګورئ ایران داعش په سیمه کې د یو عمده ګواښ په توګه یادوي او خپل هیواد د داعش پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ لیکه کې د یو هیواد په توګه یادوي. د ایران په ختیځ سرحد کې د طالبانو حضور د ایران لپاره یو ډیر ښه انتخاب دی، چې وکولی شي د طالبانو څخه د داعش د ځپلو لپاره کار واخلي ".

خو په ایران کې د افغانستان یو پخوانی دیپلومات سید نورالله راغي په دې باور دی، چې د افغانستان په اړه د ایراني چارواکو د څرګندونو پرخلاف دغه هیواد د خپلو لنډ مهاله ملي ګټو پراساس دا سفارت د طالبانو د حکومت استازو ته سپارلی دی.

ښاغلي راغي وویل: "ایرانیان هغه څه چې د ملي ګټو په توګه تعریفوي هغې پسې دي او د ټولو هغو ارزښتونو، چې پخوا یې د ارزښتونو په توګه یادول د خپلو لنډمهالو ګټو پر وړاندې هیڅ ارزش نلري."

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، خو تر اوسه یې حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی. د ایران سربیره په روسیه، چین او پاکستان کې هم د افغانستان سفارتونه د طالبانو د حکومت د دیپلوماتانو له خوا اداره کیږي. خو د افغانستان په ډیرو نورو سفارتونو کې لا تر اوسه د جمهوریت د دورې دیپلوماتان واکمن دي.

XS
SM
MD
LG