د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سترې محکمې په عمران خان د نامشروع پانگو تورونه رد کړل


د پاکستان سترې محکمې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ضد هغه دوسیه وتړله چې په هغه یې د نامشروع پانگو او ملکیتونو د لرلو تور لگولی و.

خو سترې محکمې ویلي چې د عمران خان د گوند د مرکزي سکرتر جهانګیر ترین په اړه شوې ادعاگانې د اعتبار وړ دي.

د عمران خان او جهانګیر ترین خلاف د پاکستان د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز یو مشر حنیف عباسي سترې محکمې ته عرض کړی و چې هغوی خپلې پانگې او جایدادونه د انتخاباتو د کمیسیون نه پټ ساتلي دي.

د پاکستان سترې محکمې دمخه د جولای په میاشت کې د "پاناما پیپرز" په نامه دوسیه کې د پاکستان صدراعظم نواز شریف د نامشروع پانگو او ملکیتونو د لرلو له امله سلب صلاحیت کړی و.

د عمران خان او ‌جهانګیر ترین په هکله د سترې محکمې د پریکړې په غبرگون کې د واکمن مسلم لیګ نواز گوند ویلي چې دا پریکړه د عدالت دوه مخې دریځ څرگندوي.

د مسلم لیګ نواز ډلې مشرانو دانیال عزیز او حنیف عباسي ویلي دي چې د جهانګیر ترین په څیر باید په عمران خان باندې هم ورته پریکړه شوې وای.

د تحریک انصاف ګوند د عمران خان په اړه د سترې محکمې پریکړه سمه بولي، خو وایي چې د جهانګیر ترین په ضد د شوې فیصلې په ضد به بیا عرض وکړي.

XS
SM
MD
LG