د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پارلمان عمران خان ته د باور رایه ورکړه


د رایه ګیرۍ سره د سیاسیي مخالفینو مهمو ګوندونو مقاطعه کړې وه.
د رایه ګیرۍ سره د سیاسیي مخالفینو مهمو ګوندونو مقاطعه کړې وه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن شنبه د مارچ په ۶مه (کب۱۶) د هیواد له پارلمان څخه د بارو رایه تر لاسه کړه.

د باور د رایې ورکولو د ننۍ غونډې سره د واکمن ګوند مهمو سیاسي مخالفینو د پاکستان مسلم لیګ او د پاکستان د خلق ګوند غړیو مقاطعه کړې وه.

عمران خان د ملي اسمبلۍ د ۳۴۰ څوکیو نه ۱۷۸ رایې واخیستلې او پدې سره یې د عدم اعتماد نه یې ځان بچ کړ.

په پارلمان کې د رایه ګیرۍ نه وړاندې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف او مخالفو ګوندونو د غړیو تر منځ اخ او ډب هم شوی. په څو ویډیوګانو کې چې د پاکستان محلي تلویزونونو خپاره کړي، لیدل کيږي چې د مالیې په پخواني وزیر احسن اقبال د بوټ ګوزار کیږي.

د سنا انتخابات

په پاکستان کې د چارشنبې په ورځ د سنا د مجلس انتخابات هم وشول. د سنا د مجلس غړي د ایالاتي پارلمانونو او ولسي جرګې د استازو لخوا ټاکل کیږي.

د حکومت د مخالف ګوند غړي او پخواني صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په اسلام اباد کې د تحریک انصاف د ګوند له غړي او مالیې وزیر څخه دا انتخابات وګټل.

د سنا په انتخاباتو کې د دې مهمې څوکۍ د لاسه ورکولو نه وروسته د حکومت د سیاسي مخالفو ګوندونو مشرانو د صدراعظم عمران خان نه غوښتنه کړې وه چې په واک کې د پاتې کېدو جواز یې ختم شوی او باید واک پریږدي.

خو عمران خان ويلي وو د ملي اسمبلۍ څخه به یو ځل بیا د باور رایې ترلاسه کوي.

عمران خان د ۲۰۱۸ کال راپدیخوا د پاکستان صدراعظم دی.

په ملي اسمبلۍ کې د بارو د رایو د تر لاسه کولو نه وروسته صدراعظم عمران خان یو ځل بیا د مخالفو ګوندونو مشران تورن کړل چې د واک پر وخت یې په ملي شتمنۍ کې لوټ او تالان کړی.

خو بل پلو بیا د سیاسي مخالفینو مشران وایي چې نننۍ رایه ګیري غیرې قانوني وه.

پخواني صدراعظم او د سیاسي مخالفینو جګپوړي غړي شاهد خاقان عباسي دا رایه ګیري "غیري قانوني" او د اساسي قانون خلاف وبلله. ښاغلي عباسي د رایه ګیرۍ نه وروسته وویل چې "حکومت خلکو ته دوکه ورکوي."

XS
SM
MD
LG