د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا سره گډ کار کول غواړو- احسن اقبال


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په واشنگټن کې د پاکستان په سفارت کې د لندی گراهم سره وکتل
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په واشنگټن کې د پاکستان په سفارت کې د لندی گراهم سره وکتل

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په واشنگټن کې د جمهوري غوښتونکي سناتور لنډی گراهم سره په ملاقات کې ویلي دي چې پاکستان غواړي د امریکا سره په همکارۍ د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال چې دا وخت واشنگټن ته په سفر راغلی دی، وویل چې د افغانستان امنیت د پاکستان په گټه تمامیږي او ترڅو چې په افغانستان کې ترهگریز بریدونه دوام ولري، په پاکستان کې د سولې راتلل ممکن ندي.

هغه دغه خبرې په واشنگټن کې د پاکستان په سفارت کې د سناتور گراهم سره د ملاقات په مهال کړیدي.

ښاغلي اقبال دا هم وویل چې پاکستان د ترهگرۍ په ضد په جگړې کې ډیرې کامیابۍ تر لاسه کړیدي او په افغانستان کې د امنیت د وضع د ښه کولو لپاره د پاکستان او د امریکا ترمنځ روابط ضروري دي.

په واشنگټن کې یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د کورنیوچارو وزیر دا هم وویل چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو زیاتیده نه یواځې د سیمې لپاره بلکه د ټولې نړۍ لپاره د اندیښنې وړ خبره ده او پکار ده چې د دې ډول خطراتو د مخنیوې لپاره ټولې خواوې په گډه کار وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په داسې وخت کې امریکا ته سفر کوي چې د امریکا حکومت د پاکستان په وړاندې یوه سخته پالیسي غوره کړیده او دغه ملک ته یې ټولې امنیتي مرستې ځنډولي دي.

د امریکا د کانگرس د بهرنو چارو کمیټې د سه شنبې په ورځ د پاکستان او د امریکا د اړیکو په هکله یوه غونډه وکړه او په دغه غونډه کې د کانگرس یو شمیر غړو حکومت ته وړاندیز وکړ چې پاکستان دې د ترهگرو د ملاتړ کونکو هیوادونو په لسټ کې شامل کړي.

XS
SM
MD
LG