د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ ۱۵ تنو ته د اعدام سزا ورکړې


Pakistani army executes 15 people
Pakistani army executes 15 people

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه له ترهګریزو پېښو سره د تړاو په تور ۱۵ تنو ته د اعدام سزا اعلان کړې او ۲۰ نورو ته یې د بند سزا ورکړې ده.

په پاکستان کې د امریکا غږ ډې وې څانګې ویب سایټ ویلي چې د پاکستاني پوځ په اعلامیه کې چې نن یکشنبه یې خپره کړې راغلي چې یاد ۱۵ تنه په ترهګریزو پېښو، پر امنیتي ځواکونو په حملو، د تعلیمي ادارو ورانولو او د ملکي‌ وګړو په وژلو تورن دي.

یادو کسانو ته دغه سزاګانې د پوځي عدالتونو لخوا ورکول شوي دي.

د راپور له‌مخې د پاکستان پوځي عدالتونو هغه شمېرې هم خپرې کړي چې پوځي عدالتونو ته ۷۷۱ دوسیې لېږل شوي چې د۵۴۶ په اړه پوځي عدالتونه پرېکړه کړې چې ۳۱۰ تنو ته یې د مرګ سزا او ۲۳۴ تنو ته یې د بند سزاګانې ورکړل شوي دي.

ویل کېږي چې تر دامهاله ۵۶ تنه اعدام شوي دي.

څلور کاله وړاندې په پېښور کې پر یو ښوونځي د وسله والو تر حملې وروسته چې څه باندې ۱۵۰ تنه شاګردان پکې ووژل شول پاکستان د مرګ پر سزا محدودیت لري کړي.

د پاکستان پوځ نه دي ویلي چې دغه کسان کله اعدامېږي.

د دغه برید مسؤلیت پاکستاني وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.

XS
SM
MD
LG