د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠١۴ کې د مرگ سزا زیاته شوې - بخښنې نړیوال سازمان


د بخښنې د نړیوال سازمان د ٢٠١۴ کال رپوټ
د بخښنې د نړیوال سازمان د ٢٠١۴ کال رپوټ

د بخښنې نړیوال سازمان وایي په ٢٠١۴ کال کې په داسې حال کې د مرگ سزا زیاته شوې چې حکومتونو د جرمونو او ترهگرۍ سره د مبارزې په مقصد اعدامولو ته مخه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان رپوټ چې د اپریل په لومړی نیټه خپور شو وايي په مصر او نایجریا کې په پراخه توگه د مرگ سزا په پلي کولو سره چې لږ تر لږه ٢۴٦٦ تنه یې اعدام کړي د ٢٠١٣ کال په پرتله په نړیواله کچه یې ددغې سزا د ورکولو فیصدي په سلو کې ٢٨ لوړه کړې ده. په ٢٠١٣ کال کې په ٢٢ هیوادونو کې د مرگ سزا عملي شوی وه.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي په ٢٠١۴ کال کې زیات شمیر هیوادونو د امنیتي گواښونو سره اړوند ترهگري، جنایتونو او یا د کورنۍ بې ثباتۍ په وجه د مرگ سزا پلې کړې ده. دوی وایي چې د ٢٠١٣ کال په پرتله په ٢٠١۴ کی ٥٠٠ کسان زیات اعدام شوي دي چې زیات شمیر دغه ډول یښې په مصر او نایجریا کې رامنځ ته شوي دي چې دواړو هیوادونو کې په ډله ییزه توگه وگړي د داخلي شخړو په وجه په د مرگ په سزا محکوم کړای شوي دي.

هغه هیوادونه چې زیات اعدامونه په کې شوي

په تیر کال کې چین یو ځل بیا په مجموعي توگه د ټولې نړۍ په پرتله زیات وگړي اعدام کړي. د بخښنې نړیوال سازمان په دې باور دی چې په چین کې هر کال په زرگونو کسان په اعدام محکومیږي او دغه سزا پرې عملي کیږي، خو دا چې د چین دولت دغه شمیرې نه په ډاگه کوي، د اعدام شویو حقیقي شمیره ناممکنه ده چې څرگنده شي.

نور هیوادونه چې د نړۍ د پنځوسو ډیر اعدام کوونکو په ډله کې راځي یو یې ایران دی چې په رسمي توگه یې د ٢٨٩ کسانو اعدامول تائید کړي دي خو د هغه هیواد مقامات لږ تر لږه ۴٥۴ کسانو اعدامول نه تائیدوي کوم چې باوري منابع یې د اعدامیدو ادعا کوي چې په دې توگه په ایران کې تیر کال د اعدام شویو کسانو شمیره ٧۴٣ کسانو ته رسیږي.

سعودي عربستان لږ تر لږه نوي کسه اعدام کړي، عراق لږ تر لږه ٦١ کسان او د امریکا متحده ایالتونو په ٣٥ کسانو د مرگ سزا پلی کړې ده.

دا سازمان وایي چې د نړۍ په گوټ گوټ کې زیات شمیر هیوادونو د مرگ سزا د دولتي امینت په وړاندې د گواښونو د مخنیوي په خاطر پلی کړې چې په دې جمله کې په چین، پاکستان، ایران او عراق کې خلک د ترهگرۍ په تړاو اعدام شوي دي.

پاکستان په پیښور کې پر یو ښوونځي باندې د طالبانو د مرگوني برید وروسته د اعدامونو لړۍ ته دوام ورکړی او حکومت ویلي دي چې په سلگونو نور کسان د ترهگرۍ اړوند پیښو په تړاو په اعدام محکوم شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي بیلاروس په سیمه کې یواځنی هیواد دی چې د مرگ سزا عملي کوي او تیر کال یې لږ تر لږه درې کسان اعدام کړي دي. دغه اعدامونه په پټه ترسره شوي چې یواځې د کورنیو غړي او مدافع وکیلان د پیښو په هکله خبر کړای شوي دي.

دا سازمان وایي چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د مرگ سزا په پراخه توگه عملي شوی چې ایران، عراق او سعودي عربستان د دې لړۍ په سر کې دي چې د چین پرته د نوې ټولې نړۍ د ثبت شویو اعدامونو ٧٢ فیصده په دغو دریو هیوادونو کې شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا هم وایي چې په ٢٠١۴ کال کې د مرگ سزا په اړوند ښه خبرونه هم وو چې له هغې جملې نه یو شمیر هیوادونو د مرگ سزا د لغوه کولو په لور مثبت گامونه پورته کړي دي.

XS
SM
MD
LG