د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان یوې محکمې د عمران خان د نیول کیدو امر لغوه کړ


د واک څخه تر لیرې کیدو وروسته په عمران خان د ترهګرۍ، غدارۍ او فساد لسګونه تورونه لګیدلي.
د واک څخه تر لیرې کیدو وروسته په عمران خان د ترهګرۍ، غدارۍ او فساد لسګونه تورونه لګیدلي.

په پاکستان کې جمعه مارچ ۱۷ (کب۲۶) یوې فدرالي محکمې د مخکني صدراعظم عمران خان د نیول کیدو امر وځنډاوه او پدې سره یې دا فرصت ورته برابر کړ چې د شنبې په ورځ محکمې ته حاضر شي او د خپلې څلور کلنۍ واکمنۍ پر وخت په غیر قانوني توګه د دولتي تحفو پلورلو په هکله د تورونو سپیناوی وکړي.

د محکمې پدې حکم سره د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د ښاغلي خان د پلویانو تر منځ شخړې هم پای ته ورسیدې چې دواړه یې د څو ورځو راهیسې د لاهور په ښار کې د عمران خام د کور مخې ته راټول شوي و. په اخ او ډب کې د دواړو خواوو څخه لسګونه تنه ټپي شوي هم دي.


د واک څخه تر لیرې کیدو وروسته په عمران خان لسګونه د غدارۍ، ترهګرۍ او فساد تورونه لګیدلي خو ښاغلي خان دا ټول تورونه رد کړي او ادعا کوي چې د دې تورونو تر شا د پاکستان اوسنی صدراعظم شهباز شریف دی او دا کارونه پدې خاطر کوي چې پرې نږدي په انتخاباتو کې برخه واخلي او بیا واک ته ونه رسیږي.

عمران خان همدرانګه د پاکستان په حکومت تور لګولی چې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړیو ځپل یې پیل کړي او دا کار ځکه کوي چې هغوي د سږ کال په عمومي انتخاباتو کې د برخې اخیستو څخه منع کړي.


د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني صدراعظم په لاهور کې د محکمې تر جریان وروسته وویل، " زما پر ضد ۹۴ قضیې دي او که ۶ نورې ثبت شوې، سلیزه به شي".

محکمې په اتو قضیو کې چې د ترهګرۍ تورونو اړوند وې، د ښاغلي خان ضمانت ومانه.

عمران خان همدرانګه په ټویټر کې لیکلي چې امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ یو ځل بیا په اسلام آباد کې د هغه ګوند د غړیو په کورونو چاپې وهلي دي.

ښاغلي خان په ټویټر کې لیکلي چې دا کړنه په بشپړه توګه نه منل کیدونکې او د غندنې وړ ده.

هغه لیکلي، " نن بیا هغوي (امنیتي ادارو) پخپلسري توګه زمونږ څه باندې ۷۰ کار کوونکي نیولي دي. هغوي باید په سمدستي توګه خوشې شي".

حکومت تر اوسه د عمران خان دې تورونو په هکله څه ندي ویلي.

په لاهور کې محکمې داسې مهال د عمران خان د نیول کیدو حکم لغوه کړی چې د نظر د معلومولو په تازه سروېګانو کې هغه په پاکستان کې تر ټولو محبوب سیاستوال ښودل شوی.

خان د واک څخه تر لیرې کیدو راپدیخوا ولسي مظاهرو ته مخه کړې او په حکومت فشار راوړي چې د ټاکلې نیټې څخه وړاندې عمومي انتخابات وکړي خو حکومت دا غوښتنه رد کړې.

XS
SM
MD
LG