د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام آباد د ترهګرۍ د مخنیوي په هدف ملا هبت الله سره د لیدنې لپاره افغانستان ته پلاوی استوي- چارواکي


پاکستاني طالبانو د ډلې غړي
پاکستاني طالبانو د ډلې غړي

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ فبروري څلورمه (سلواغې ۱۵) وویل اسلام آباد په پام کې لري چې کابل ته یو پلاوی واستوي څو د افغان طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده څخه په پاکستان کې د اورپکو په مهار کیدو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف خاص استازي فیصل کریم کندي وویل یو پلاوی به کابل او تهران ته واستول شي تر څو "ډاډ ترلاسه شي چې د هغوی خاوره د ترهګرو له خوا د پاکستان په وړاندې ونه کارول شي."

په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني پولیسو یو جګپوړي چارواکي هم د نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه پلاوی به د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره خبري وکړي.

پاکستاني چارواکي په داسې حال کې دا خبره کوي چې یو ځانمرګي برید کوونکي د تیرې دوشنبې په ورځ جنوري ۳۰ په پیښور کې د پولیسو د یو مرکز په جومات کې په برید سره لږ تر لږه ۱۰۰ کسان مړه او ۲۲۵ نور ټپیان کړل.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي‌ چې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه د هغوی پوښتنو ته ځواب ندی ویلی. اما تر دې مخکې د چهار شنبې په ورځ فبروري لومړۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خبرداری ورکړ چې پاکستان باید "ملامتیا په بل چا وانچوي."

نوموړي زیاته کړه: "د پاکستان له محترمو وزیرانو صاحبانو څخه هم هیله کوو چې د خپل بام واورې دې د بل چا په بام نه ور اچوي، خپل مشکلات دې پخپل کور کې وګوري، موږ دا مشوره ورکو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړئ."

نوموړي وویل، دا چې د افغانستان په شمول دغه ټول ګاونډي هیوادونه په امن کې دي له دې څخه داسې معلومیږي چې دلته "افغانستان" کې داسې خبره "ترهګري" نشته.

تر دې مخکې هم طالب چارواکو په وار وار دا خبره کړې چې هیڅ ترهګرۍ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو په وړاندې کار واخلي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، پاکستان له افغانستان سره په ګاونډ کې په یو شمیر سیمو کې د بریدونو د زیاتوالي شاهد دی، هغه سیمې چې ترهګرو د خپلو فعالیتونو لپاره کارولي دي.

کارپوهان د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پورې یو اړوند کس د دوشنبې د برید مسول بولي. د پاکستاني طالبانو ډله که څه هم له افغان طالبانو جلا ده خو دغه ډلې اړیکې او ډیر مشترک ارمانونه لري.

په افغانستان کې د امریکا او غربي هیوادونو د ۲۰ کلن حضور په جریان کې تل پاکستان په پټ شکل له افغان طالبانو څخه په ملاتړ تورنیده.

خو له هغه وخته چې افغان طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شوي، له پاکستان سره د افغان طالبانو روابط د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو د ډیریدو له امله ترینګلي شوي دي.

XS
SM
MD
LG