د لاس رسي وړ اتصالات

شریف سره د محب ملاقات د پاکستاني چارواکو تند غبرګونونه پارولي


ښاغلي محب تېره ورځ له نواز شریف سره ولیدل
ښاغلي محب تېره ورځ له نواز شریف سره ولیدل

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور حمد الله محب تېره ورځ جولای ۲۳ (زمری۱) په لندن کې د پاکستان له مخکني صدراعظم نواز شریف سره ولیدل. دغه ملاقات د یو شمېر پاکستاني سیاستوالو تند غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان د ملي امنیت د شورا اعلامیه وایي چې دواړو خواو د یو بل په چارو کې د نه مداخلې او یو بل ته د متقابل درناوي په اړه خبرې کړي‌ دي.

له دغه ملاقات وروسته د پاکستان د فدرال حکومت د اطلاعاتو او نشراتو وزیر فواد حسین په ښاغلي شریف تند انتقاد وکړ ‌چې ولې یې له داسې یو شخص سره لیدلي دي‌ چې «پاکستان فاحشه خانه» بولي او له پاکستان څخه «نفرت» لري.

ښاغلي حسین ویلي: «ولې د پاکستان څخه ټول نفرت کوونکي، له اجیت دووال (د هند د ملي امنیت مشاور) څخه نیولې تر محب پورې، په لندن کې ستاسو د ښایسته قصر لیدو ته درځي.»

په سیاسي چارو کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال شهبازګل ویلي‌ دي‌ چې د ښاغلي شریف ملاقاتونه د دې ښکارندوی دي‌ چې هغه کوم هدف لري.

نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي چې له داسې کسانو سره چې پاکستان ته یې «کثیف ښکنځل)» کړي،‌ د ښاغلي شریف ملاقات ښکاره کوي ‌چې د هغه اجنډا څه ده.

د ښاغليو محب او شریف په ملاقات باندې د ځينو پاکستاني‌ چارواکو له تندو انتقادونو وروسته، په عامه او ستراتېژیکو اړیکو د افغان ولسمشر مشاور وحید عمر بیا په افغانستان کې د پاکستان په مداخلې انتقاد وکړ.

ښاغلي عمر په خپل ټویټر کې دغو پاکستاني چارواکو ته ولیکل: «زموږ د ملي‌ امنیت مشاور یوازې ستاسو د مخالف سیاسي ‌مشر سره ملاقات وکړ او تاسو ته یې دومره زور درکړی (ځورېدلي یاست). فکر وکړئ، تاسو چې تروریستان روزئ او تجهیز کوئ او هغوی هره ورځ زما خلک وژني. تاسو هغوی ته امن ځایونه ورکوئ، هغوی ته پېسې ټولوئ او په خپلو روغتونونو کې یې درملنه کوئ.»

نوموړي پاکستاني چارواکو ته ویلي دي چې دا کارونه به څومره افغانان ځوروي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي‌ اړیکې تر هر بل وخت اوس ډېرې خرابې شوي‌ دي. په پاکستان کې د افغانستان د سفیر د لور له اختطاف وروسته افغان حکومت له هغه هېواد څخه خپل سفیر او ارشد دپلوماتان راووېستل.

پاکستان وايي‌ چې د سفیر لور تښتول شوې نه ده خو افغانستان وايي دا خبرې د تحقیقاتو د پایلو تر اعلان مخکې دي.

په همدې حال کې په کابل د پاکستان سفیر په دې وروستیو کې له یو شمېر افغان سیاستوالو او د حکومت له مخالفانو سره خپل ملاقاتونه زیات کړي دي او په ټولنیزو رسنیو کې ځینو افغانانو د سفیر دا کار غندلی دی او له حکومت څخه یې غوښتي‌ چې هغه له کابل څخه وشړي.

تېره ورځ په واشنګټن او لندن کې سلګونو افغانانو د پاکستان په ضد مظاهره وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پاکستان «په افغانستان کې له مداخلې» بند کړي.

XS
SM
MD
LG