د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني افغانستان ته پاکستانۍ لارۍ بندې کړې


د افغانستان ولسمشر اشرف غني پریکړه کړیده چې د پاکستان نه چې افغانستان ته کوم ټرکونه راځي هغه به نور افغانستان ته د داخلیدو اجازه ونلري.

تراوسه پورې چې به د پاکستان نه افغانستان ته کوم ټرکونه ورتلل هغې به اجازه لرله چې دننه لاړ شي خو اوس به په طورخم او سپین بولدک کې دغه ودرول کیږي او شیان ترې د افغانستان ټرکونو ته انتقالیږي.

د افغانستان حکومتي چارواکو د دغه فیصلې په هکله ویلي دي چې د افغانستان ټرکونو به پاکستان ته د داخلیدو اجازه نه لرله نو اوس ځکه هغوي هم د پاکستان ټرکونو ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته داخل شي.

افغان چارواکي وایي چې د دی اقدام سره به د افغانستان مختلفو کمپنیو ته د کار مواقع برابر شي.

د پاکستان او افغانستان د سوداگرۍ د گډو خونو مشر دارو خان اڅکزی وایي چې د ولسمشر غني دغه پریکړه به د دواړو ملکونو سوداگرۍ ته تاوان ورسوي.

ښاغلي اڅکزي دغه خبرې د دوشنبې په ورځ د امریکاغږ اردو څانگې ته کړیدي. هغه زیاته کړه "د افغانستان حکومت به اوس باید مونږ ته اجازه نه راکوي چې د شیرخان بندر، تاجکستان او ازبکستان ته هم مالونه انتقال کړو. زما په فکر دا خو د پاکستان برسیره افغانستان ته هم تاوان رسوي."

ښاغلي اڅکزي وویل چې دا ضروري نه ده چې د ټرک ډریوران او خاوندان دي ټول پاکستانیان وي. هغه وویل چې دغه کسانو کې اکثر افغانان دي او په دواړو ملکونو کې د اوسیدو اجازه لري.

د پاکستان او افغانستان تعلقات د ډیرې مودې راهیسې خراب دي خو په وروستیو کې د دواړو ملک مشرانو د تعلقاتو ښه کولو کوښښونه شروع کړیدي.

XS
SM
MD
LG