د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي له افغانستان سره پر پوله موانع جوړول حتمي دي


د پاکستان پوځ وایي د افغانستان سره په پوله په یو اړخیزه توگه سرحدي موانع ایجادوي
د پاکستان پوځ وایي د افغانستان سره په پوله په یو اړخیزه توگه سرحدي موانع ایجادوي

پاکستان وایي دا ضروري ده چې د افغانستان سره په پوله سرحدي موانع ایجاد شي، ځکه چې د افغانستان حکومت له دوی سره همکاري نه کوي.

پاکستاني مقاماتو ویلي چې دوی به دا اقدام په یو اړخیزه توگه وکړي چې د هغوی په وینا "د سیمې امنیت" تامین شي او په عین وخت کې به په پاکستان کې د اوسیدونکو میلیونونو افغان مهاجر څارنه زیاته کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور، په روانه اونۍ کې خبریالانو ته ویلي چې ددې هیواد پوځ د افغانستان سره پولې ته څه دپاسه ٢٠٠ زره سرتیري استولي او شاوخوا ١٠٠٠ امنیتي پوستې یې هم جوړې کړې دي. دغه پاکستاني مقام همداشان ادعا کړې چې د افغانستان حکومت د دواړو هیوادونو د پولې په اوږدو کې یواځې ٢٠٠ پوستې لري.

د پاکستان د پوځ دغه ویاند همداشان ادعا کوي چې "د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې لاهم د ترهگرۍ خطر شته" او اسلام آباد تر اوسه نه دی توانیدلی چې په مناسبه توگه د افغانستان سره د هماهنگۍ میکانیزم رامنځ ته کړي. د ښاغلي غفور په وینا په همدې دلیل اسلام آباد د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې په یو اخیزه توگه د امنیتي پوستو له ایجادولو پرته بله چاره نه درلودله.

د افغانستان حکومت په څرگنده د پاکستان سره د سرحد په اوږدو کې د کتارو له لگولو سره مخالف دی، ځکه دا دواړه هیوادونو لا هم سرحدي مناقشه لري.

د پاکستان حکومت په داسې حال کې د سیمې د امنیت په هکله څرگندونې کوي چې افغان مقاماتو په وار وار د پاکستان حکومت په ځانگړې توگه د هغه هیواد استخباراتي اداره آی اس آی د طالبانو او د حقاني شبکې په څیر د ترهگرو ډلو په ملاتړ تورن کړي دي. په ځینو مواردو کې امریکایي مقاماتو هم په پاکستان ورته تورنه لگولي دي.

افغان مقاماتو ویلي دي چې په پاکستان کې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر، د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن او بالاخره د طالبانو د مخکني مشر اختر محمد منصور، وژل کیدل د دوی د ادعاو ښه ثبوت دی چې پاکستان د ترهگرو ډلو نه ملاتړ کوي.

خو پاکستاني مقاماتو د افغانستان د حکومت د ادعاو په ردولو سره ویلي چې هغوی د سخت دریځو او ترهگرو ملاتړ نه کوي، بلکه ددغو افراطي ډلو قرباني دي. پاکستاني مقامات همداشان ادعا کوي چې د افغانستان مقامات د سیاسي اختلافونو او امنیتي ستونزو سره مخامخ دي او په دې ډول ادعاو سره هڅه کوي عامه افکار بدل کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي لانجه تل ددې دوو هیوادونو ترمنځ د کړکیچ او په ځینو مواردو کې د خونړیو نښتو سبب شوي دي.

ددې ډول پیښو یوه وروستنۍ یې د می د میاشتې په پنځمه د چمن په سرحدي سیمه کې د افغان او پاکستاني قواو ترمنځ وسله واله نښته وه چې په نتیجه کې یې په لسگونو کسانو ته مرگ ژوبله واوختله. دغه وسله واله نښته ددې سبب شوه چې پاکستان د دریو اونیو لپاره د چمن سرحدي پوله وتړي.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ شدید شوی، کابل او اسلام آباد دواړو یو بل تورنوي چې هغوی د یو بل خاورې ته د سخت دریځو د تگ راتگ د مخنیوي لپاره پوره اقدام نه کوي.

له بلې خوا د هند او افغانستان نژیوالی او د کابل سره د نوي ډهلي مرستې د پاکستان د اندیښنې وړ دي او د هغه هیواد د جدي نیوکو سره مخامخ شوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور، وایي "تر هغه چې افغانستان د پاکستان ضد قواو له عینکو" دې هیواد ته گوري سیمه به هیڅکله باثباته نشي. خو د هغه په وینا "هر کله چې افغانستان د خپلو ملي منافعو له عینکو پاکستان ته وگوري، سیمه به باثباته شي".

XS
SM
MD
LG