د لاس رسي وړ اتصالات

معید یوسف: افغانستان سره سرحد کې د کټارو لګولو ستونزه حل کیږي 


د پاکستان د ملي امنیت مشاور
د پاکستان د ملي امنیت مشاور

د پاکستان د ملي امنیت مشاور معید یوسف وايي‌ چې له افغانستان سره یې په سرحد باندې د کټارو او اغزنو مزو د لګولو مسئله له طالبانو سره د خبرو له لارې حل کوي.

ښاغلی یوسف کابل ته تر خپل دوه ورځني سفر په درشل کې خبریالانو ته دا څرګندونې کړې دي. نوموړي همدغه راز ویلي دي چې له افغانستان سره د ښو تجارتي اړیکو غوښتونکي دي.

راپورونه وايي چې هغه به د سه شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې او ملاقات کوي.

کابل ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته د پاکستان د استخباراتو د مشر په ګډون یو شمېر پاکستاني چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي او هلته یې له طالب مشرانو سره لیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ځینې ویدیوګانې خپرې شوې چې په کې یو شمېر طالب وسله وال ښودل کېږي چې د ډیورېنډ په کرښه باندې د پاکستان له لوري لګوي شوي اغزن تازونه لېرې کوي.

د افغانستان د مخکني حکومت ځينې مقامات ادعا کوي چې طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي او دا ډول کارونه د دې لپاره کوي چې د عوامو فکر بل طرف ته واړوي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې لیکلي وو :«په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ لیکې په ځینو برخو کې داسې پېښې شوي دي چې اړتیا یې راټوکولې تر څو د دواړو هېوادونو مسئولین د ستونزو د اواري په باب خبرې وکړي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تېره ورځ په یوې خبري کنفرانس کې وویل: «موږ نژدې ۲۶۰۰ کیلو میتر سرحدي سیمو کټارې لګولې» او پاتې به یې د طالبانو په خوښه بشپړیږی.

د ډیوررېند په کرښې باندې د پاکستان له لوري د اغزنو مزو د غځولو کار د افغانستان د مخکني حکومت په مهال کې پيل شوی و، پاکستان ادعا کوي چې دا کار د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره کوي افغان چارواکو پاکستان په خپله د ترهګرو په ملاتړ تورنوه.

XS
SM
MD
LG