د پاکستان پوځ وایي، د خیبر پښتونخوا د بنو په ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ګډو عملیاتو کې ۲۴ وسله وال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) د جولای په ۱۷مه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې دغه عملیات په بنو کې د وسله والو ډلو د بریدونو زیاتېدو وروسته پیل شوي دي. پوځ ادعا کړې چې وژل شوي کسان د پاکستان طالبانو د غورځنګ ډلې غړي وو او له هغوی څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
پوځ ویلي چې دغو وسله والو په ګڼو ترهګریزو بریدونو او د ملکي وګړو په وژنو کې لاس درلود او ټینګار یې کړی چې د "عزم استحکام" په نوم د ترهګرۍ ضد عملیات به تر هغو دوام وکړي چې د دوی په وینا "د بهرني له ملاتړه برخمنه ترهګري" له منځه ولاړه شي.
اسلاماباد همدارنګه پرلهپسې ادعا کوي چې هند له دغو ډلو ملاتړ کوي، خو هند دا تورونه رد کړي دي.
بل لور ته، د شنبې په ورځ د بلوچستان په مرکز کوټه کې زرګونو کسانو د هغو پاکستاني پولیسو د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ چې تیره اوونۍ په وسلهوالو بریدونو کې وژل شوي وو.
د وژل شویو پولیسو کورنیو تر دې وړاندې د خپلو عزیزانو له ښخولو ډډه کړې وه او په کوټه کې یې احتجاجي پرلت کړی و. هغوی غوښتنه کوله چې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف او د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره مستقیمې خبرې وکړي. دغه اعتراض وروسته له هغه پای ته ورسېد چې له حکومت سره هوکړې ته ورسېدل.
د صدراعظم شهباز شریف د کوټې له سفر مخکې په ښار کې امنیتي تدابیر هم سخت شوي وو.
د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چوهدري، د چهارشنبې په ورځ ویلي وو چې وسله والو ۱۸ هغه پولیس وژلي چې د روانې اوونۍ په پیل کې تښتول شوي وو. هغه همدارنګه وویل چې په بلوچستان کې په یوه جلا برید کې ۱۱ سرتیري هم وژل شوي دي.
د پوځ د معلوماتو له مخې، د دوشنبې راهیسې په بېلابېلو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته رسېدلی چې اکثره یې امنیتي ځواکونه او پولیس دي.
وروستي بریدونه داسې مهال شوي چې په بلوچستان کې د وسلهوالو فعالیتونه زیات شوي دي. څو ورځې وړاندې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) د امنیتي ځواکونو پر ضد د یو لړ بریدونو مسؤلیت منلی و. په همدې ایالت کې تحریک طالبان پاکستان (TTP) هم پراخ حضور لري.
بلوچستان، چې د پاکستان تر ټولو لوی خو لږ نفوس لرونکی ایالت دی، له کلونو راهیسې د بېلتونپالو او د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو شاهد دی.
پاکستان وایي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، د تحریک طالبان پاکستان ځواک زیات شوی دی. اسلاماباد پر افغانستان تور لګوي چې د TTP، BLA او نورو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي، خو د افغانستان واکمن طالبان دا ادعاوې ردوي.
پاکستان له تېر کال راهیسې څو ځله ویلي چې د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو یې د پولې دواړو غاړو ته عملیات ترسره کړي دي.
فورم \ دبحث خونه