د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا د حج اوقافو ریاست د پولیو واکسین په اړه همکاري کوي


Polio in Afghanistan
Polio in Afghanistan

د پکتیکا ولایت د حج اوقافو ریاست مسوولین وايي، د جوماتونو امامانو ته یې سپارښتنه کړې چې د خطبو له لارې دې خلکو ته د پولیو واکسین په اړه معلومات ورکړي.

د پکتیکا ولایت د ارشاد، حج اوقافو رئیس مولوي ضبط الله وایې، د پولیو واکسین په برخه کې یې د خلکو د پوهې د لوړولو په خاطر ډیریو ولسوالیو ته ځانګړې خطبې لیږلې، ترڅو د ممبرونو له لارې خلکو ته د دې ساري ناروغۍ په هکله معلومات ورکړل شي.

مولوي ضبط الله امریکا غږ ته وویل: "مونږ خپلو جامع امامانو ته په کومو ولسوالیو کې چې د جمعې لمونځ ادا کیږي رسمي او مکتوبي خطبې لېږلي چې د جمعې په لمونځ کې د پولیو واکسین ګټي او فایدې خلکو ته بیان کړي".

مولوي ضبط الله همدارنګه زیاتوي، چې تر دې دمه د دیني عالمانو د همدغه تبلیغاتو له کبله د پولیو واکسین ته د خلکو توجو زیاته کړې او لا به هم پر ملا امامانو ټینګار وکړي چې دغې لړۍ ته دوام ورکړي.

په پکتیکا کې د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر عبدالحکیم همت د ارشاد، حج اوقافو ریاست له لوري د دې ولایت ولسوالیو ته د پولیو واکسین په اړه د خطبو لېږل ښه ګام بولي او زیاتوي چې: "هغه مسجدونه چې په حج اوقافو ریاست پوري اړوند دي خطبې لېږل شوي، په پکتیکا کې دیني علما، قومي مشران او ځوانان همکار دي، همدا همکاري د دې لامل شوې چې عامه پوهاوی لوړ شوی".

د پکتیکا ولایت اوسېدونکی ډاکټر بشري وایي: "دا خو ډیره ښه خبره ده چې د ممبر له لارې خلکو ته د پولیو واکسین په باب خبري وشی، خو په خپله مې نه اوریدلي او نه مې هم لیدلي چې داسې یو کار دي شوی وي".

ډاکټر بشري همدارنګه د حج اوقافو له ریاست څخه وغوښتل چې د خطبو لېږلو ترڅنګ دي پر ملا امامانو کلکه څارنه هم وشي.

د روغتیاپالانو په ټکو پولیو یا په ماشومانو کې ګوزڼ هغه ساري ناروغي ده چې په ماشومانو کې تلپاته معلولیت رامنځته کوي، دوی وايي دغه ناروغي تداوي نه لري خو د واکسین په تطبیق سره یې وقایه کیدلای شي.

XS
SM
MD
LG