د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو واکسین په تطبیق کې د رسنیو رول


د پکتیکا ولایت روغتیايي مسوولین وايي، په دې ولایت کې رسنیو د پولیو ساري ناروغۍ په اړه د خلکو په عامه پوهاوي کې رغنده رول لوبولی دی.

که څه هم د نورو ولایتونو په پرتله په پکتیکا کې رسنیز فعالیت کم رنګه دی خو بیا هم په دې وروستیو کې د سیمه ایزو رسنیو له لارې د پولیو ناروغۍ په اړه بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي چې د روغتیايي مسولینو په وینا ګټور تمام شوي او د خلکو په ذهنیتونو کې د پام وړ مثبت تغیرات رامنځته شوي دي.

روغتیايي مسوولین همداراز وايي، د سیمه ایزو راډیوګانو له لارې د هغو پیغامونو خپرېدلو هم ښه نتېجه ورکړې چې د یونیسف نړیوالي ادارې له لورې ترتیب شوي او د کمپاینونو په جریان کې خپرېږي.

په پکتیکا کې د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر عبدالحکیم همت امریکا غږ ته په دې اړه وویل: "رسنیو د پولیو واکسین په تطبیق کې له مونږ سره ډېره همکاري کړې، ټولو رسنیو همکاري کړې خو آمریکا غږ له مونږ سره په دې برخه اوږه په اوږه کار کړی او مثبت نقاط یې تر خلکو رسولي او له دې سره خوشبختانه نه منونکې مو هم کم شوي"

محمد نبي زیارمل په پکتیکا کې د ژورنالیستانو شوری مشر دی، نوموړی وايي له رسنیو څخه د پولیو ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي اړوند اعلاناتو خپرېدل د رسنیو د خاوندانو مسؤلیت دی او باید په جدي توګه ورته پاملرنه وشي.

هغه زیاتوي: "دا زمونږ مسؤلیت دی چې خپل ولسونه په دې وپوهو چې پولیو یوه خطرناکه ناروغي ده، تېرو کالونو کې په پکتیکا د پولیو پېښي ثبت شوې وې چې ډیري دردونکي وې له خبریالانو څخه غوښتنه کوم چې نور هم په دې اړه کار وکړي."

بلخوا په پکتیکا کې یو تن ازاد خبریال علي محمد نظري وايي، د پولیو ناروغۍ په اړه اوس خلک پوه شوي او د خپلو ماشومانو د واکسین کولو ترڅنګ خلک د رضاکاره ټیمونو سره مرسته هم کوي.

ښاغلی نظري زیاتوي: "الحمدالله د خوشحالي ځای دی په دې وروستیو کې د پولیو واکسین په برخه کې تبلیغاتو ته په کتو سره په دې برخه د خلکو عامه پوهاوی ډېر شوی او خلک په دې پوه شوي چې دا واکسین بې ضرره دی او یواځې د فلج د ناروغۍ مخنیوی کوي. "

د یادولو وړ دي چې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هيوادونه دي چې لا هم د پولیو یا د ماشومانو د فلج ویروسي ناروغۍ مثبتې پېښې لري، خو د نورو کلونو په پرتله يې د واکسینو په تطبیق سره اوس شمېر کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG