د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطینیانو له اسرائیلو د غچ اخیستلو ګواښ‌ وکړ


چارواکي‌ وايي د اسرائیلو په برید کې شاوخوا ۱۵ تنه وژل شوي‌دي
چارواکي‌ وايي د اسرائیلو په برید کې شاوخوا ۱۵ تنه وژل شوي‌دي

فلسطینانو د اسرائیلو په تازه بریدونو کې وژل شوي‌ شاوخوا ۱۵ تنه ښخ کړل،‌ خو د غچ اخیستلو خبرداری یې هم ورکړ.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر فلسطیني مظاهره چیانو د اسرائیلو د برید په اړه د پلټنې غږ کړی دی. د فلسطین چارواکي وايي د جمعې په ورځ د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي‌ پوځ په برید کې شاوخوا ۱۵ تنه ووژل شول او ۷۵۰ نور ژوبل شول.

په فلسطین کې د شنبې ورځ ملي ویر اعلان شوی و. فلسطینیانو خبرداری ورکړی دی چې د دغو بریدونو غچ به خامخا اخلي. د اسرائیلو صدراعظم بینیمن نتنیاهو خپل ځواکونه ستایلي دي‌ او ویلي دي چې د اسرائیلو پوځ د خپل حاکمیت او خلکو د امنیت ساتلو ته ژمن دی.

په همدې لړ کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اسرائیلو دا برید غندلی او غیر انساني عمل یې بللی دی،‌ خو د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو یې په ځواب کې ویلي دي چې پوځ‌ د هغه چا لکچر ته ضرورت نلري ‌چې په خبره یې تل ولسي ‌خلک وژلي ‌دي.

د اسوشیتډ پرس د راپور په اساس د اسرائیلو صدراعظم وایي‌ ترکیه بې ګناه کردان وژلي ‌دي.

زرګونو فلسطینیانو د اسرایلو د جوړولو د ورځې د غندلو لپاره لاریونونه پیل کړل، اسرائیلو د غزې په تړانګه کې خاص ځواکونه ځای پر ځای کړل چې مظاهره چیان ورداخل نشي او بلاخره دا پېښه وشوه.

XS
SM
MD
LG