د لاس رسي وړ اتصالات

قطر فلسطين سره ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته کوي


قطر په غزې کې د برېښنا د یو ستیشن د بیا پیلولو لپاره د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هم مرسته وکړه
قطر په غزې کې د برېښنا د یو ستیشن د بیا پیلولو لپاره د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هم مرسته وکړه

پداسې حال کې چې امریکا پر فلسطین خپلې مرستې درولي، قطر لمړنی مسلمان هیواد دی چې فلسطین سره ستره مالي مرسته کوي.

قطر له فلسطینیانو سره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده. د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي دا مرستې د قطر خیریه بنسټ سمبالوي.

قطر وايي دا مرستې به د اسرائیلو تر محاصرې لاندې په غزه کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره ولګول شي. د ملګرو ملتونو سازمان به د دغو مرستو وېش څاري.

قطر تر دې مخکې د حماس تر ولکې لاندې غزې کې فلسطینیانو سره د ۶۰ ډالرو په ارزښت تیل هم ورکړي وو چې په غزه کې د برېښنا یوازینی ستیشن فعال شي.

اسوشیتډپرس وايي د غزې اوسېدونکو په ۲۴ساعتونو کې یوازې څلور ساعته برېښنا لرله. راپورونه وايي چې د اسرائیلو د یولس کلنې محاصرې له کبله په غزه کې یو بشري ناورین روان دی.

د غزې اوسېدونکو د اسرائیلو د محاصرې پر ضد په تېرو څو میاشتو کې ډېر مظاهرې وکړې چې له کبله یې سلګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول. قطر د حماس له ډلې له مشرانو سره نژدې اړیکې لري او همدا اوس د دغې ډلې مخکنی مشر خالد مشعل په قطر کې دی. سعودي له قطر سره ډیپلوماتیکې اړیکې شلولي او دا هېواد یې د اورپکو په ننګې تورن کړی دی.

امریکا څو میاشتې مخکې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپېژنده او هغه مرستې یې هم بندې کړې چې د ملګرو ملتونو له لارې پر فلسطیني کډوالو وېشل کېدې.

XS
SM
MD
LG