د لاس رسي وړ اتصالات

عباس بیا د فلسطین عریضه ملګرو ملتونو ته وړاندي کوي


د فلسطینیانو جمهورریس محمود عباس وایي په روانې میاشتې کې به د ملگرو ملتونو د عمومي اسمبلې نه وغواړی چې خپلواک فلسطین په رسمیت وپیژني ، سره د دې چې د دې مسلې نه د تیریدو لپاره ورباندي فشار اچول شوی دی.

جمهورریس محمود عباس دا څرگنده نه کړه چې دا فشار له کومې خوا ورباندې اچول شویدی.

خو امریکا او اسرایل وایي چې ددی سره مخالفت لري چې په ملگرو ملتونو کې د فلسطینانو رسمي موقف لوړ شي، یعنی د یو څارونکی غړي درجه ورته ورکړل شي.

امریکا او اسرایل وایي ، فلسطینی دولت یواځي د خبرو اترو له لارې جوړیدلی شي. خبرې څلور کاله مخکې وشلیدې او فلسطینیانو وویل تر هغې پوري نورې خبرې نه کوي چې اسرایلو د غزې په تړانگه کې د نورو اسرایلیانو اچول بند کړي نه وي. دا یو داسي شرط دی چې اسراییل یې نه مني.

ښاغلي عباس نن بیان ورکړی او ویلي یې دي چې ځیني قدرتونه هڅه کوي چې مونږ ته ووایي چې ملگری ملتونه دوه دولتونه نشي جوړولی ، خو د خبرو اترو له لارې منځ ته راتلی شي او خبرې اترې مهمی او ضروري دي. خو د ملگرو ملتونو په رسمیت پیژندل هم مهم دي.
XS
SM
MD
LG