د لاس رسي وړ اتصالات

محمود عباس بیا د پي ایل او رئیس شو


د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس د جمعې په ورځ یو ځل بیا د فلسطین د ازادۍ سازمان(PLO)د رئیس په توگه وټاکل شو.

د فلسطین ملي شورا د ٢٢ کالو وروسته غونډه وکړه او یوه نوې اجرائیه کمیټه یې هم وټاکله چې د فلسطین د ازداۍ د سازمان تر ټولو لوړپوړی مقام دی.

د فلسطین د ازادۍ سازمان اجرائیه کمیټه ١٥ غړي لري چې نهه تنه یې نوي وټاکل شو.

ددې کمیټې یو غړي عظم الاحمد چې د ښاغلي عباس پخوانی متحد دی ویلي دي چې "د کمیټې غړو د خپلمنځي مذاکراتو وروسته تصمیم ونیو چې ورور ابو مازن (محمود عباس) د خپل رئیس په توگه وټاکي".

د فلسطین د ملي شورا غونډه د محمود عباس په غوښتنې وشوه چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له لورې د اسرائیل د پایتخت په توگه د بیت المقدس د پیژندلو او دغه ښار ته د امریکا د سفارت د لیږدولو د تصمیم پر وړاندې یوه ستراتیژي جوړه کړي.

٨٢ کلن محمود عباس ددغې شورا په غونډه کې خپل اکثر اهداف ترلاسه کړل چې په کې د اجرائیه کمیټې نه د یاسر عابد رابو او احمد قورای په گډون د خپلو یو شمیر منتقدینو او مخالفینو لېرې کول هم شامل وو.

هغه همداشان د حماس په څیر سیالو ډلو ته په خپله اداره کې د گډون بلنه ورکړه او وویل چې "که دوی د ملي یوالی او د فلسطین د ازادۍ سازمان ومني نو ورته ښه راغلاست وایي".

XS
SM
MD
LG