د لاس رسي وړ اتصالات

مقاومت جبهې یو ځل بیا طالبان د خپلو پلویانو په وژلو تورن کړل


د طالبانو حکومت خلاف جنګېدونکې ډلې مقاومت جبهې طالبان د افغانستان په ځینو ولایتونو او په ځانګړي ډول پنجشېر کې په جنګي جنایتونو تورن کړي، خو طالب چارواکي د دغه جبهې ادعاوې ردوي.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي وویل چې په تازه پېښه کې طالبانو د پنجشېر ولایت په پریان ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې له یوه غړي څخه تر نیول کېدو وروسته سر غوڅ کړی دی او زوی یې په بې رحمانه ډول ور وژلی دی.

ښاغلي احمدي زیاته کړې چې دغه پلار او زوی احمد شاه او احمد جاوید نومېدل او د مقاومت جبهې د لوړ پوړي غړي مولوي حبیب الله حسام ورور او وراره دي.

هغه زیاته کړې: "طالبان په ټول افغانستان په ځانګړي ډول په شمالي ولایتونو کې د غیر نظامیانو په شکنجې سره د بشر ضد جنایتونو تر سره کېدو په حال کې دي. د دغه جنایات په اړه خپرې شوي ویډیوې او مدارک ښيي چې د دغه ډلې غړي انساني کرامت او جنګي قوانینو باندې باور نلري."

پر همدې مهال د پنجشېر لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو په پریان ولسوالۍ کې د ملکي کس څخه د سر غوڅولو او یو بل تن د وژلو په اړه د مقاومت جبهې د ویاند ادعا رد کړه او هغه یې بې اساسه وبلل.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي ویاندابوبکر صدیق د سه شنبې په ورځ جون اوومه (غبرګولې ۱۷) امریکا غږ ته وویل: "د سرغوڅولو په اړه بحث چې مقاومت جبهه یې ادعا کوي، کاملاً یو دروغ بحث دی او د اسلامي امارت سرتیرو هیڅ کله په داسې عمل لاس نه پوري کوي."

دا په داسې حال کې ده چې مقاومت جبهې دوه ورځې مخکې ورته ادعا کړې وه، خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له رسنیو سره خبرو کې دغه ادعا رد کړې وه.

بلخوا له پنجشېر ولایت څخه سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت ته زرګونه تازه دمه طالب سرتیري دغه ولایت ته رسېدلي دي او د دغه ولایت په ځینو برخو کې ځای پر ځای شوي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط ادعا وکړه چې طالبانو په دغه ولایت کې دخلکو په نیونو لاس پوري کړی دی او تر دا مهاله یې لسګونه کسان نیولي دي.

هغه همدارنګه ادعا وکړه چې د طالبانو لخوا نیول شوي کسان وهل ټکول شوي او په خبره یې ځینو یې په شکینجو کې ساه ورکړې ده.دغه سرچینې نه دي ویلي چې یاد کسان په کوم جرم نیول شوي دي.

طالبانو تر دا مهاله په پنجشېر ولایت کې د ملکي خلکو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG