د لاس رسي وړ اتصالات

که ستاسو ماشوم د پولیو نښې ولري، له نورو ماشومانو یې لرې وساتئ - ډاکټران


د پولیو ضد کمپاین
د پولیو ضد کمپاین

روغتیا پالان وايي خلک باید په دې پوه شي، چې خپل ماشومان د لوبو پر مهال له هغه ماشومانو لیرې وساتي چې د ګوزڼ نښې ولري، ځکه دغه ویروس له یوه ماشوم څخه بل ته لیږدول کیږي.

دوی وايي، که کوم ماشوم د پولیو لومړنۍ نښې لکه تبه، نس ناستی او زکام ولري، نو لازمه نه ده چې له نورو ماشومانو سره مشترک خواړه وخوړي او یا ورسره لوبې وکړي.

په لوګر ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي، هغه کورنۍ باید خپل ماشومان له هغو ماشومانو لرې وساتي چې په ګوزڼ اخته وي او یا هم د پولیو د ویروس نښې ولري، ځکه د دوی په وینا دغه ویروس له ناروغ ماشوم څخه روغ ماشوم ته د خولې له لارې او یا ککړ چاپیریال څخه انتقالیږي.

په لوګر ولایت کې د ماشومانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر محمد اسماعیل اکبري له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل: "کورنۍ باید خپل ماشومان د لوبو پر مهال له مشترکو خوړو او څکلو څخه لرې وساتي او که چیرې کوم ماشوم تبه، اسهال او زکام ولري نو باید د لوبو ځایونو ته پرېنښودل شي."

نوموړي زیاته کړه: "پولیو یوه جدي او ساري ناروغي ده چې د خولې له لارې انتقالیږي، نو موږ او تاسو باید خپل ماشومان د لوبو کولو په وخت کې د مشترکو خوړو او څښلو څخه لرې وساتو او والدینو ته زموږ مشوره دا ده چې هغه ماشومان چې تبه، اسهال او یا زکام په څیر اعراض او علایم لري، باید د لوبو ډګر کې پرینښودل شي."

په لوګر کې د ماشومانو د ناروغیو یو بل ډاکټر، یحیی عابد امریکا غږ ته وویل، که یو ماشوم د پولیو علایم ولري او له نورو ماشومانو سره په تماس کې وي، باید له هغه ماشوم او نورو ماشومانو چې له یو بل سره په تماس کې وي، نمونې (سمپل) واخیستل شي څو معلومه شي چې ایا په ګوزڼ اخته شوي که نه؟

د هغه په وینا، دا ځکه مهمه ده چې معلومه شي چې نورو ماشومانو ته خو ویروس نه دی انتقال شوی، او که د معایناتو پایله منفي وي، ماشومان لوبې کولی شي، خو د پایلو له معلومیدو مخکی، ماشومان باید له ګډو خوړو او لوبو لرې وساتل شي.

نوموړي وویل: "دا ماشومان باید یو بل څخه لرې وساتل شي ځکه چې کله مونږ سمپل واخلو نو اسلام اباد ته یې لیږو او هلته پرې تحقیق کیږي، او پایله یې ۲۸ ورځې وروسته راځي، کله چې نتیجه راغله او پایله منفي وي، ماشومانو کولی شي یوځای لوبې وکړي، او که نتیجه راغلې نه وي، دوی نشي کولی چې لوبې وکړي یا یو بل ته نږدې شي، ځګه چې ویروس د خولې او غایطه موادو له لارې یو بل ته خپریږي."

بل خوا په لوګر ولایت کې د پولیو واکسین ولایتي مسؤول، ډاکټر میر محمد جان وايي، چې د کورنیو لپاره غوره تګلاره دا ده، چې تل خپل ماشومان واکسین کړي، ترڅو واکسین په چاپېریال کې خپور او د دغه ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

نوموړي وویل: "تر ټولو غوره او ښه لاره دا ده چې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي، ځکه چې واکسین شوي ماشومان چاپېریال ته ننوځي، محیط کې واکسین اطراح کیږي، نو کله چې واکسین اطراح شي، د ویروس مخه نیسي، نو ښه لار یې همدا ده چې ماشومانو ته واکسین تطبیق شي."

روغتیاپالان له کورنيو څخه غواړي، چې تل د خپلو ماشومانو روغتيا، حفظ الصحې او خوړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خپل ماشومان د لوبو پر مهال له ګډو خوړو او څښاک څخه لرې وساتي، تر څو ماشومان یې روغ راتلونکی ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG