د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې شل زره ماشومان د ګوزڼ واکسین څخه پاتې شوي - چارواکي


د روغتیايي مسؤلینو په خبره، جغرافيايي موقعيت، له يوه ځايه بل ته تګ، د نويو ماشومانو زېږېدل او ځينې نور لاملونه د ګوزڼ ضد واکسین څخه د دغو ماشومانو د پاتې کېدو اصلي لاملونه دي.
د روغتیايي مسؤلینو په خبره، جغرافيايي موقعيت، له يوه ځايه بل ته تګ، د نويو ماشومانو زېږېدل او ځينې نور لاملونه د ګوزڼ ضد واکسین څخه د دغو ماشومانو د پاتې کېدو اصلي لاملونه دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې په سوېل ختیځ زون پکتیکا ولایت کې له څه باندې ۲۷۰زره ماشومانو شاوخوا ۲۰زره یې له پولیو واکسین محروم دي.

د دوی په خبره، جغرافيايي موقعيت، له يوه ځايه بل ته تګ، د نويو ماشومانو زېږېدل او ځينې نور لاملونه د دغو ماشومانو د پاتې کېدو اصلي لاملونه دي.

د سوېل ختیځ زون پکتیکا ولایت چې د پراخ جغرافیي موقعیت په درلودلو پکې وګړي په تیت و پرک شکل استوګن دي، تر ډېره بریده پکې روغتیايي خدمات هم له همدې امله په سمه توګه خلکو ته نه رسیږي.

د دغه ولایت دعامې روغتیا چارواکي وایي که څه هم د پولیو پروګرام پدغه ولایت کې له کومې ځانګړې ستونزې سره ندی مخ شوي خو بیاهم د څو لاملونو له کبله شاوخوا ۲۰زره هغه کم عمره ماشومان د پولیو له واکسین محروم پاتې کیږي چې د واکسینولو وړ وي.

د پکتیکا د عامې روغتیا مرستیال، ډاکټرعزت الله پدې هکله امریکاغږ ته وویل چې د واکسین بهیر پدغه ولایت کې بریالی دی او د تېر کمپاین پرمهال هم له ۲۵۰زره په لوړ شمېر کې ماشومان واکسین شوي دي.

نوموړی زیاتوي: ”د تېر کمپاین پرمهال ۲۰ زره په شاوخوا کې ماشومان د کمپاین نه پاتې شوي دي چې د پاتې کیدو عمده لاملونه د پکتیکا ولایت جغرافیي موقعیت، همدارنګه د کمپاین پرمهال له یوځای څخه بل ځای ته تګ، نورو ګاونډیو ولایتونو ته تلل او د نویو زیږیدل شویو ماشومان موجودیت بلل کیږي.“

له بلې خوا د پکتیکا یو شمېر اوسیدونکي هم په دغه ولایت کې د روغتیايي خدماتو پر زیاتوالي ټینګار کوي.

د مرکز ښرنې اوسیدونکو هم امریکاغږ ته وویل چې اوس هم په لرې پرتو سیمو کې لومړني روغتیايي خدماتو ته د خلکو لاسرسی محدود دی او باید د واکسین بهیر په شمول ورته پاملرنه لا زیاته شي.

احسان الله امریکاغږ ته وویل: ”پکتیکا په هره برخه کې ډیر وروسته پاتې ولایت دی، که هغه د ښوونې او روزنې برخه ده او یا صحت. داسې ولسوالۍ هم شته چې هغه لومړني خدمات هم خلکو ته په سم ډول نشي رسولی، نو اړتیا ده چې پکتیکا ته په روغتیایي برخه کې پاملرنه وشي ترڅو خلک د ناروغیو په وړاندې خپل ماشومان وقایه کړي.“

د ښرنې بل اوسیدونکي، انعام الله بیا وویل: ”زموږ غوښتنې دا دي چې زموږ ولایت لرې پرته ساحه ده، باید موږ ته پام وشي خصوصاً د واکسین بهیر کې زموږ ولسوالۍ یوله بله په لرې فاصله کې موقعیت لري، نو پکار ده چې د واکسینونو لپاره د رضاکارانو ټیمونه زیات شي او هغه ځایونه چې هلته خلک مخالفت کوي باید دعامه پوهاوي پروګرامونه ګړندي شي چې خلک خپل ماشومان واکسین کړي، ځکه یوازېنۍ حل لاره له فلج څخه داده چې خلک خپل اولادونه واکسین کړي.“

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، د پکتیکا په ګڼ شمېر ولسوالیو کې نه یوازې د پولیو ضد واکسین پروګرام په بریالۍ توګه روان دی، بلکې خلک یې ددغه واکسین له ګټو خبر دي او په هره دوره کې خپل ماشومان په منظمه توګه واکسینوي او د پاتې هغو د واکسین لپاره هم خپلې هڅې نه سپموي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG