د لاس رسي وړ اتصالات

د څښاک پاکې اوبه څومره د پولیو او ساري ناروغیو په مخنیوي کې مهم دي؟


په فراه کې ډاکټران وايي، پاکو اوبو ته نه لاسرسی د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او دوی په پولیو او نورو ساري ناروغیو اخته کوي.

دوی وايي، د ګڼو نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو ترڅنګ په لرو پرتو سیمو او ښارونو کې خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او د دغه وضعیت له امله ماشومان د پولیو په ګډون د نورو ساري ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي.

د روغتيا مسؤولينو په دې برخه کې له مرستندويه موسسو غوښتي چې له خلکو سره د پاکو اوبو د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.

ډاکټر عبدالغفار رحماني چې د ماشومانو د ناروغیو درملنه کوي امریکا غږ ته وویل چې د پاکو اوبو څخه ګټه اخیستنه د ناروغیو په مخنیوي کې اساسي رول لوبوي.

نوموړي وویل: "تاسو پوهیږئ چې خلک یا اوبو ته بیخي لاسرسی نه لري او که لاسرسی لري، بیا هغه اوبه صحي ندي، نو د اوبو کمښت د دې باعث ګرځي چې خواړه، نظافت او محیط په سمه توګه پاک نشي او دغه مشکل زمونږ ماشومان د ګوزڼ او نورو ناروغیو له خطر سره مخ کړي دي. په ځانګړې توګه له رفع حاجت وروسته په صابون او اوبو د لاسونو مینځل د ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لوبوي."

ډاکټر رحمانی وویل چې د پاکو اوبو د ارزښت په اړه باید عامه پوهاوی زیات شي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "بله لویه ستونزه دا ده چې ډیری خلک د پاکو اوبو په ارزښت نه پوهیږي او په دې هم نه پوهیږي چې اوبه څنګه پاکې ساتل کیږي او د کومو سرچینو اوبه پاکې دي. که په دې برخه کې د خلکو معلومات زیات شي او همدارنګه له هغو کړنو ډډه وشي چې پاکې اوبه چټلوي، نو په اطمینان سره د ساري ناروغیو په شمېر کې کموالی راځي."

بل خوا روغتیايي چارواکي له خلکو غوښتي چې د پاکو اوبو استعمال ته زیاته پاملرنه وکړي. د فراه د عامې روغتيا رئیس، مولوي احسان الله شاکر وايي، چې د مرستندويه بنسټونو مرستې په دې برخه کې ډېر اغېز لري.

نوموړي وویل: "خلک باید کوښښ وکړي چې له پاکو اوبو څخه استفاده وکړي، او له هغه مؤسسو او خیریه بنسټونه چې حفظ الصحې په برخه کې کار کوي غوښتنه کوو چې زمونږ په ولایت او ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې دې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي تر څو خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي."

روغتیايي کارپوهان او اړوند چارواکي ټینګار کوي، چې ګوزڼ یوه ډېره خطرناکه او وژونکې ناروغي ده، چې هېڅ علاج نلري او د حل یوازینۍ لار یې دوه څاڅکي واکسین او روغتیايي تدابیرو ته پاملرنه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG