د لاس رسي وړ اتصالات

پروان کې سیلابونه؛ د جسدونو د موندلو عملیات دوام لري


د پروان ولایت د سیلاب ځپلو د ژغورلو عملیات.
د پروان ولایت د سیلاب ځپلو د ژغورلو عملیات.

افغان چارواکي وايي چې په پروان ولایت کې د سیلابونو له راوتلو لس ورځې وروسته لا هم د مړو د موندلو عملیات دوام لري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د شنبې په ورځ د سپټیمبر ۵ (وږي ۱۵) امریکا غږ ته وویل چې په پروان کې د سیلابونو د راوتلو په سیمه کې پلټونکې عملیاتي ډلې حضور لري او د جسدونو په رایستلو بوخت دي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې په پروان کې د سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمیر ۱۶۰ ته پورته شوی او څه باندې ۱۳۰ تنه په کې ټپیان شوي دي.

هغه وویل: "له دې سره هم‌مهال د پاک کارۍ چارې هم دوام لري...هغه راپورونه مو چې له خلکو څخه ترلاسه کړي دي لا هم تر پنځو مړي د خاورو لاندې دي چې د موندلو لپاره یې هڅې دوام لري".

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ویاند پر وینا په دغو عملیاتو کې څه باندې ۱۰۰ ماشینونه چې په کې اسکواټور او لوډر هم شامل دي په پاک کارۍ او د جسدونو په موندلو بوخت دي.

زیانمنو ته مرستې

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت دغه راز وايي چې په اوس وخت کې تر ټولو زیات پام په ولایتونو په ځانګړي ډول پروان کې له سیلاب ځپلو سره مرستو ته اړول شوی دی.

ښاغلي عظیمي وویل چې تراوسه په پروان کې څه باندې ۲۰۰۰ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې شوې دي.

د هغه په وینا په دغو مرستو کې نقدې پېسې، خواړه او غیر غذايي مواد شامل دي.

د پروان د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو په اساس په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه او سلګونه هټۍ ویجاړ شوي دي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د سیلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG