د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان: په امریکا کې له اسلام نه ویره زیاته شوې


اردوغان امریکا ته د اټومي امنیت په کنفرانس کې د ګډون لپاره راغلی و
اردوغان امریکا ته د اټومي امنیت په کنفرانس کې د ګډون لپاره راغلی و

د ترکیې جمهور رئیس وايي په امریکا کې د اسلام نه کرکه یا ویره (Islamophobia) مخ په ډیریدو ده او د امریکا د جمهوري ریاست کاندیدان د مسلمانان خلاف خبرې کوي.

د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ په امریکا کې واشنګټن ته نږدې یو نوی مسجد او اسلامي مرکز پرانیستی.

د مسجد د پرانستلو په مهال هغه وویل چې هیله لري چې دغه مسجد به د نه زغم او د اسلام نه د ویرې، چې هغه یې د امریکا د جمهوري ریاست په ځینو کاندیدانو په خبرو کې ویني، د ختمولو سره مرسته وکړي.

د اردوان د پذیرایي لپاره یو شمیر خلګ راټول شوي وو
د اردوان د پذیرایي لپاره یو شمیر خلګ راټول شوي وو

اردوغان د کوم مشخصه کاندید نوم وانخیست. خو د جمهوري غوښتونکي د ګوند مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ څو اونۍ وړاندې ویلي و چې امریکا ته دې د مسلمانانو په راتګ موقت بندیز ولکول شي.

د ټرمپ جمهوري غوښتونکي سیال ټید کروز هم ویلي دي چې په امریکا کې دې په هغه ځایونو کې پولیس ګزمې وکړي چې مسلمانان پکښې اوسیږي.

اردوغان وویل چې دا «مطلقا د نه منلو خبره ده،» چې په غربي هیوادونو کې دې د تروریستي بریدونو ملامتي په ټولو مسلمانانو واچول شي.

دغه مسجد او د اسلامي ټولنې مرکز چې د میريلنډ د لنام په سیمې کې موقعیت لري، ترکیې جوړ کړی دی.

د دیانت په نامه دغه اسلامي مرکز د امریکا په مريلنډ کې موقعیت لري.
د دیانت په نامه دغه اسلامي مرکز د امریکا په مريلنډ کې موقعیت لري.

په خپلو خبرو کې اردوغان وویل چې د بروکسل او پاریس بریدونه په ترکیې او پاکستان کې د وسله والو د تشدد سره «نه شي مقایسه کیدای.»

د اسلامي دولت ډلې په ترکیې کې په تیرو نهو میاشتو کې څلور بمي بریدونه کړي دي چې ۱۵۰ کسان پکښې وژل شوي دي.

اردوغان امریکا ته د اټومي امنیت په کنفرانس کې د شرکت لپاره راغلی و. د دغه کنفرانس کوربه د امریکا جمهور رئیس باراک اوباما و.

که څه هم اردوغان د اوباما سره یو په یو مجلس نه درلود خو هغه د امریکا د جمهوررئیس د مرستیال جو بایډن سره مجلس وکړ.

د جمعې په ورځ، د امریکا جمهوررئیس په ترکيې کې د حکومت لخوا د مطبوعاتو د آزادۍ په خلاف په اقداماتو نیوکه وکړه.

XS
SM
MD
LG