د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي


د ایران د ملي امنیت د عالی شورا منشي علي شامخاني د چهارشنبې په ورځ اسلام آباد ته تللی و
د ایران د ملي امنیت د عالی شورا منشي علي شامخاني د چهارشنبې په ورځ اسلام آباد ته تللی و

د ایران د ملي امنیت د عالی شورا منشي وايي ایران په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخې کې د پاکستان د هلو ځلو ملاتړ کوي.

د ایران د ملي امنیت د عالی شورا منشي علي شامخاني پاکستان ته تللی دی چې د پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو او سیمیزو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي شامخاني د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم د سلاکار سرتاج عزیز سره په ګډ خبرې کنفرانس کې خبرې وکړي.

هغه وویل چې «موږ د پاکستان د هغو کوښښونو ملاتړ کوو چې په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره کوي او موږ غواړو چې په افغانستان کې سوله او ثبات راشي دا ځکه چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې سوله او ثبات تضمینوي.»

ښاغلي عزیز وویل چې دا نو اوس د افغانستان په حکومت تړلې ده چې تصمیم ونیسي چې غواړي چې مذاکرات بیرته پیل کړي او که نه.

سرتاج عزیز زیاته کړه چې که د افغانستان حکومت وغواړي نو دوی به د طالبانو سره د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.

سرتاج عزیز دا خبره هم وکړه چې ایران هم کولای شي چې په افغانستان کې د سولې لپاره په خبرو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه چې «موږ به د ایران مرستو هرکلی وکړو. دغه هیواد کولای شي چې د هغو ډلو په برخې کې مرسته وکړي چې په تصمیم نیول کې ونډه لري.»

هغه وویل چې د ایران مرسته به د افغانستان د مذاکراتو پروسه لا ډیره همه شموله کړي تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات راشي.

د ایران د ملي امنیت د عالی شورا منشي دا هم تایید کړه چې تهران به د سوریې د راتلونکي په اړه په کنفرانس کې برخه واخلي.

د سوریې د راتلونکي په اړه کنفرانس د جمعې په ورځ په ویانا کې جوړیږي او دا به لومړی ځل وي چې ایران به د سوریې په اړه په نړیوال کنفرانس کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG